کورپاڼه / خپلواک / ډسپلېن کمېټې د افتاب عالم بندېز معاف کړى، خو ولې يې مخه نيول شوې؟
افتاب عالم

ډسپلېن کمېټې د افتاب عالم بندېز معاف کړى، خو ولې يې مخه نيول شوې؟

خپلواک وېبپاڼه (٤ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي افتاب عالم د بندېز ختمېدو ته يوازې دوه مياشتې پاتې دي، خو پر محمد شهزاد د بندېز ختمېدو وروسته د افتاب عالم په اړه هم بحثونه روان دي.

محمد شهزاد چې يو کلن بندېز سره مخ شوى و، د ٧ مياشتو بندېز نه وروسته يې نور بندېز ختم کړاى شو، تر څو يو ځل بيا له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

همدا راز افتاب عالم هم د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پر مهال د ډسپلېن سرغړونو له امله د يو کلن بندېز سره مخ شوى و، چې د بندېز پاى ته رسېدو ته يې دوه مياشتې پاتې دي، خو ويل کېږي چې تر وخت مخکې د هغه د بندېز ختمېدو مخه نيول شوې ده.

خپلواک وېبپاڼې هغه مکتوب ترلاسه کړى دى، چې له مخې يې د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلېن کمېټې د افتاب عالم بندېز موده ختمه کړې ده، خو مکتوب يې يوازې د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي لاسليک ته پاتې دى.

د افغانستان کرکټ بورډ ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې د افتاب عالم له بندېز ختمېدو سره د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزي مخالفت ښکاره کړى دى او ويلي يې دي چې بايد د بندېز موده يې پوره شي.

ځينې سرچينې وايي، چې لطف الله ستانکزي ويلي دي، چې پر افتاب عالم يو کلن بندېز د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي لګولى دى، نو بايد موده يې پوره شي، خو افتاب عالم بيا دغه خبرې رد کوي او وايي پر هغه د کرکټ بورډ له لوري بندېز لګېدلى دى، همدا راز په لاندې مکتوب کې هم د دې يادونه شوې ده چې پر افتاب عالم باندې بندېز د کرکټ بورډ له لوري لګول شوى دى.

هغه مکتوب چې د کرکټ بورډ د ډسپلېن کمېټې له لوري د کرکټ بورډ عمومي مشر ته ليکل شوى دى، په لاندې ډول دى:

((د افغانستان کرکټ بورډ رياست محترم مقام ته!

ښاغليه!

څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى افتاب عالم د ٢٠١٩ نړيوال جام په جريان کې په هغه هوټل کې چې لوبډلې اوسېدلې د ډسپلېن اصولو خلاف کړنه ترسره کړې وه چې د نړيوالې شورا د فساد ضد مشر ايليکس مارشل افغانستان کرکټ بورډ ته په نوموړي لوبغاړي ريپورټ وکړ او هم د نړيوال جام د پاتې سياليو څخه منع او بېرته هېواد ته راواستول شو، چې د کرکټ بورډ د نظم او ډسپلېن کمېټې د نړيوالې شورا د اسنادو او شواهدو په اساس په افتاب عالم د يو کال لپاره د هر قسم نړيوال او داخلي کرکټ بندېز ولګوو، چې اوس ياد لوبغاړي ډسپلين کمېټې ته د ترحم لپاره عارض شوى.

فلهذا د کمېټې د ناستې پر بنسټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي او تيز بالر افتاب عالم روښانه راتلونکي ته په کتو د نوموړي لوبغاړي تېر شوى بندېز کفايت کوي او پاتې بندېز چې کم وخت دى د کمېټې له لوري ورته معاف شو.

ستاسو د درانه مقام څخه هيله کېږي چې د يادې موضوع منظوري راکړئ.

يادونه: که چېرته ياد لوبغاړى په راتلونکي کې د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو خلاف کړنه ترسره کړي نو له سخت بندېز سره به مخ شي.

درنښت

الله داد نوري

د کرکټ بورډ د ډسپلېن کمېټې مشر))

د افغانستان کرکټ بورډ مکتوب

د يادولو ده چې تر دې مخکې هم د افغانستان کرکټ بورډ پخواني چيرمېن عزيزالله فضلي په خپل يو پوسټ کې ويلي و، چې افتاب عالم د سياست ښکار شوى دى او ملي لوبډله هغه ته ضرورت لري، بايد بندېز يې ختم او له لوبډلې سره يو ځاى شي.

داسې هم ويل کېږي چې د تاج ملک عالم او د کرکټ بورډ پخواني چيرمېن عاطف مشعل ترمنځ اړيکې ډېرې خرابې دي او تاج ملک عالم د عاطف مشعل پر ضد په فېسبوک کې ډېر پوسټونه هم کړي دي، همدا لامل دى چې اجراييه رييس نه غواړي د افتاب عالم بندېز له وخت مخکې ختم کړاى شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …