کورپاڼه / خپلواک / بنګله دېش د سيريز په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ماته کړه
عفيف حسېن

بنګله دېش د سيريز په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٣ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې په درې اړخيزه شل اوريزه سياليو کې نن بنګله دېش او زمبابوې لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې بنګله دېش په ٣ ويکټو له زمبابوې څخه لوبه وګټله.

د لوبې په پيل کې پچه بنګله دېش لوبډلې وګټله او لومړى يې د زمبابوې لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د باران د ورښت له امله لوبه د ٢٠ اورونو په ځاى ١٨ اورونو ته راښکته شوه، چې زمبابوې په ١٨ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٤٤ منډې وکړې او د بنګله دېش لوبډلې ته يې د ١٤٥ منډو هدف وټاکه.

د زمبابوې له لوري ريان برل ٥٧ ناسوځېدلې، هميلټون مسکدزا ٣٤ او ټينوټينډا موټومبودزي بيا ٢٧ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله دېش له لوري بيا تېجل اسلام، محمد سېف الدين، مستفيض الرحمان او مصدق حسېن ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ١٤٥ منډو هدف د بنګله دېش لوبډلې د وروستي اور په ٤م توپ پوره او په ٣ ويکټو سره يې د زمبابوې لوبډلې ته ماته ورکړه.

د بنګله دېش له خوا عفېف حسېن ٥٢، مصدق حسېن ٣٠ ناسوځېدلې او ليتون داس بيا ١٩ منډې وکړې. د زمبابوې له خوا بيا کيل جرويس ٢، ټينډاى چيټارا ٢، نويلي مادزيوا ٢ او ريان برل ١ لوبغاړى وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه د بنګله دېش عفېف حسېن ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ٥٢ منډې ترسره کړې وې او ١ لوبغاړى يې هم سوځولى و.

د يادولو ده چې دا د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې د شل اوريزو سيالۍ لومړۍ لوبه وه، چې سبا به د افغانستان په وخت مازيګر پنځه بجې افغانستان له زمبابوې سره شل اوريزه لوبه ترسره کوي.

افغانستان به په دغه سياليو کې دوه لوبې له بنګله دېش او همدا راز دوه لوبې له زمبابوې لوبډلې سره ترسره کوي، چې د دې لوبو پايلوبه به د سپتمبر په ٢٤مه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …