کورپاڼه / خپلواک / افغانستان او ايرلېنډ سبا مېدان ته کوزېږي
حضرت الله ځاځى

افغانستان او ايرلېنډ سبا مېدان ته کوزېږي

خپلواک وېبپاڼه (٥ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلې به سبا د لومړۍ لوبې لپاره مېدان ته کوزې شي، دغه لوبه چې د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ماسپښين ١ بجه به پيل شي.

دا په ٢٠٢٠ کال کې د افغانستان يوازينى نړيوال شل اوريز سيريز دى، چې افغانستان يې له ايرلېنډ سره په هند کې ترسره کوي او دواړه لوبډلې به درې شل اوريزې لوبې ترسره کړي.

افغانستان او ايرلېنډ لوبډلو تر دې مهاله پورې ١٥ شل اوريزې نړيوالې لوبې ترسره کړې دي، چې په دې لړ کې ترې افغانستان ١٢ او ايرلېنډ بيا درې لوبې ګټلې دي.

په دې حساب سره د افغانستان د بريا فيصدي ٨٠ سلنه او د ايرلېنډ بيا ٢٠ سلنه ده.

دغه سيالۍ د افغانستان په ملي سپورټ ټلويزيون باندې په ژوندۍ بڼه خپرول کېږي.

افغانستان په خپله لوبډله کې د حضرت الله ځاځي او رحمان الله ګربز په څېر چټک توپوهونکي لري، چې ښايي د ايرلېنډ پر وړاندې ډېر ښه وځلېږي. همدا راز نجيب الله ځدراڼ او کريم جنت نه هم د ښه ځلېدو هيله شته او محمد نبي او راشد خان هم کولاى شي د ايرلېنډ پر وړاندې ښه توپوهنه ترسره کړي.

خو بل لوري ته بيا ايرلېنډ هم ښه توپوهونکي لري او ډېر ځله يې د افغانستان پر وړاندې ښه توپوهنه ترسره کړې ده.

خو داسې هم ويل کېږي چې سبا په ګرېټر نويډا کې د باران احتمال هم شته او ښايي لوبه د باران له امله پوره ترسره نه شي بلکې ځينې اورونه يې راکم شي، خو که هغه لوبډله چې لومړى توپوهنه ترسره کړي، نو د لوبې د ګټلو چانس يې ډېر شته دى.

د افغانستان لوبډلې نوملړ:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځى، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، راشد خان، نوين الحق، شاپور ځدراڼ، مجيب الرحمان، قېس احمد، عظمت الله عمرزى، سميع الله شينوارى او عثمان غني.

د ايرلېنډ لوبډلې نوملړ:

انډري بيلبيرني (لوبډلمشر)، ګېرېټ ډيلاني، جارج ډوکرېل، شېن ګېټ کېټ، جوش ليټل، بېري ميکارتي، کيوين اوبراين، بوايډ رېنکين، سيمي سينګ، پاول سټرلينګ، هېري ټيکټر، لورکن ټکر، ګېري ويلسن او کريک ينګ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …