کورپاڼه / خپلواک / د ورځې ٣ ځل غاښونه بورس کول کومه روغتيايي ګټه لري؟
غاښونه بورس کول

د ورځې ٣ ځل غاښونه بورس کول کومه روغتيايي ګټه لري؟

خپلواک وېبپاڼه (٥ مارچ ٢٠٢٠): که هره ورځ غاښونه بورس کړئ، نو نه يوازې دا چې خوله به مو پاکه وي، بلکې غاښونه به مو هم پاک او سپين وي، خو د جنوبي کوريا روغتياپالانو بيا د هرې ورځې غاښونو پاکولو يوه بله ګټه هم پېدا کړې ده، که ترې خبر شئ نو حتماً به د غاښونو په پاکولو کې هېڅ کله هم ناغېړي ونه کړئ.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور په وېنا، د جنوبي کوريا روغتياپالانو د غاښونو پاکولو په اړه يوه څېړنه ترسره کړې ده، چې په دغه څېړنه کې د سويل روغتون او ايوها ښځينه پوهنتون طبي پوهانو برخه اخيستې وه.

په دغه څېړنه کې د ١٩٠ زره کسانو د غاښونو بورس کول او د هغوى د خولې د پاکولو د عمل ١٠ کاله ډاټا راجمع کړاى شوه، چې وروسته پرې روغتياپالانو څېړنه وکړه او خپل معلومات يې ټول په يوه راپور کې ځاى کړل.

د روغتيالانو د راپور په وېنا، هغه کسان چې د ورځې درې ځل غاښونه بورس کوي، په هغوى کې د شکر ناروغۍ کچه ١٤ سلنه راکمېږي.

د طبي پوهانو په وېنا، ١٠ کاله پرلپسې هغه کسان چې غاښونه يې نه بورس کول په ١٦ سلنه کسان د شکر ناروغۍ باندې اخته شو او شاوخوا همدومره کسان بيا د اوريو په ناروغۍ کې هم ککړ شو.

د دغه څېړنيزې ډلې مشر ډاکټر تايي جن سانګ وويل، چې د غاښونو پاکولو يا بورس کولو دا ګټه د ٥١ کاله کم عمره کسانو کې مخې ته راغلې ده او هغه کسان چې له ٥١ کلونو څخه يې عمرونه پورته و، په هغوى کې يې هېڅ ګټه نه ده پېدا کړې، دوى هماغه هومره د شکر ناروغۍ له خطر سره مخ و.

نو هره ورځ غاښونه بورس کول نه يوازې دا چې ستاسې خوله او غاښونه پاک ساتي، بلکې له ډېرو ناروغيو څخه مو هم ژغوري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …