کورپاڼه / خپلواک / هند د لوبې ګټلو پرته د نړيوال جام پايلوبې ته لاړ
هند ښځينه لوبډله

هند د لوبې ګټلو پرته د نړيوال جام پايلوبې ته لاړ

خپلواک وېبپاڼه (٥ مارچ ٢٠٢٠): د ښځو نړيوال شل اوريز جام په لومړۍ نيمه پايلوبه کې د هند او انګلستان ښځينه لوبډلو ترمنځ نن لوبه ترسره کېده، خو د باران د ورښت له امله دغه لوبه پرته د کوم توپ ترسره کېدو لغوه شوه.

خو په ګروپي لوبو کې هند خپلې څلور واړه لوبې ګټلې وې او ٨ نومرې يې درلودې، همدا راز انګلستان بيا په څلور لوبو کې ٣ لوبې ګټلې وې او ٦ نومرې يې درلودې، نو په دې اساس د هند لوبډلې د مخکې تګ چانس پېدا کړ.

که څه هم ډېرى خلک په دې نيوکه کوي، چې په داسې مهمو لوبو کې بايد بيا بله ورځ د لوبه ترسره شي، خو لا هم د کرکټ نړيوالې شورا د اصولو پر اساس، هغه لوبډله چې په ګروپي لوبو کې مخکې وي، ګټه به د هماغه لوبډلې وي.

نو داسې د هند کرکټ ښځينه لوبډلې پرته د لوبې ترسره کولو د ښځو نړيوال شل اوريز جام پايلوبې ته لار پېدا کړه.

د هند ښځينه لوبډلې لوبډلمشرې هرمنپريت کور په خپلو خبرو کې وويل، بدبختانه موږ لوبه ونه ګټله خو دلته اصول شته دي او موږ بايد هغه اصول تعقيب کړو. که چېرته په راتلونکې کې د لوبې د نه ترسره کېدو له امله دغه لوبه بله ورځ ترسره شي نو دا به ډېره ښه خبره وي. هغه زياتوي، چې موږ د نړيوال شل اوريز جام له لومړۍ لوبې دا تعهد کړى و چې هره لوبه کې به بريا ترلاسه کوو او سيمي فاينل هم يوه مهمه لوبه وه.

دغه شل اوريز جام چې په اسټراليا کې ترسره کېږي، تر دې مخکې د مارچ په ٣مه نېټه د ويسټ انډيز او سويلي افريقا ښځينه لوبډلو لوبه هم د باران له امله ترسره نه شوه.

همدا راز دويمه نيمه پايلوبه هم نن د سويلي افريقا او اسټراليا لوبډلو ترمنځ په سډني کې ترسره کېږي او که دا لوبه هم د باران له امله ترسره نه شوه، نو سويلي افريقا لوبډله به نېغ په نېغه پايلوبې ته لاړه شي او په پايلوبه کې به بيا له هند سره مخامخ شي.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام پايلوبه به د مارچ په ٨مه نېټه د اسټراليا په ميلبورن کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …