کورپاڼه / خپلواک / اصغر افغان: بيا ځلې کپتان کېدل يو چېلنج دى، چې ما قبول کړى
اصغر افغان

اصغر افغان: بيا ځلې کپتان کېدل يو چېلنج دى، چې ما قبول کړى

خپلواک وېبپاڼه (٥ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وايي، چې دويم ځل لپاره د لوبډلې کپتان کېدل يو چېلنج و او هغه دا چېلنج قبول کړى دى.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال په هند کې ده چې هلته به سبا (د مارچ په ٦مه) له ايرلېنډ سره خپله لومړۍ لوبه په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ له اصغر افغان سره کړې يوه مرکه په خپله فېسبوکپاڼه کې خپره کړې ده، چې اصغر افغان په دغه مرکه کې وايي، چې د فبرورۍ له ١١مې نېټې څخه يې په هند کې کمپ لګولى دى او دا ځل يې په کمپ کې يو څه بدلون راوستى دى چې په خپل منځ کې يې ١٥ يا ١٦ لوبې ترسره کړي دي.

ايرلېنډ او افغانستان

هغه وايي، دا لوبې يې د دې لپاره ترسره کړې دي تر څو مېچ پرېکټس يې ښه شي، ځکه چې په لوبه کې مېچ پرېکټس ډېر مهم دى.

اصغر افغان زياتوي، چې کوم ١٨ يا ٢٠ لوبغاړي چې انتخاب شوي دي او د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې، روزونکو او کپتان ټولو پرې نظر دى نو هڅه يې دا دى چې روان کال همدا لوبغاړي په ځانګړې توګه په شل اوريزو لوبو کې ولوبېږي او يوه ښه لوبډله جوړه کړي.

نوموړى وايي، چې د دوبۍ کمپ او د ګرېټر نوېډا په کمپ کې يې په توپوهنه باندې ځانګړى کار کړى دى، تر څو د توپوهنې په برخه کې خپلې نيمګړتياوې ختمې کړي.

هغه زياتوي، چې له ايرلېنډ سره يې لوبې دي او هڅه به يې دا وي چې ښې لوبې ترسره کړي، تر څو افغانستان ته برياوې ور په برخه کړي.

اصغر افغان وايي، چې دلته ورسره مشر روزونکى لانس کلوزنر، د توپوهنې روزونکى اکرمن او همدا راز نوروز منګل هم شته دي او ټول ورسره خپلې تجربې شريکوي، ټول ډېره خواري کوي او د يوې ښې لوبډلې لپاره د روزونکو رول ډېر مهم دى.

اصغر افغان

نوموړى همدا راز وايي، چې هېڅ لوبډله تکړه او کمزورې نه ده، د بشپړ غړيتوب لرونکې ټولې لوبډلې تکړه دي. هغه وايي چې په شل اوريزو لوبو کې دا نه شي ويل کېداى چې کومه لوبډله قوي ده او کومه کمزورې ده، ځکه چې دا د لوبې په ورځ معلومېږي او هره لوبډله چې لوبه وګټي، نو هغه به بريالۍ وي.

اصغر افغان وايي، دا خبره غلطه ده چې خلک وايي د ايرلېنډ لوبډله کمزورې ده يا د افغانستان لوبډله کمزورې ده.

نوموړى وايي، چې په دوبۍ کې يې لومړنى کمپ و، چې هلته يې د توپوهنې په اړه ځانګړى کار وکړ او همدا راز د لوبې د وروستيو اورونو ترسره کولو په اړه يې هم خواري وکړه.

دويم کمپ يې بيا په ګرېټر نوېډا کې ترسره کړ او له دې وروسته به په کابل کې هم دوه مياشتينى کمپ ترسره کړي، چې له هغه وروسته به بيا سويلي افريقا او بيا هم په دوبۍ کې کمپونه ترسره کړي.

افغانستان لوبډله

اصغر افغان وايي، چې زموږ ټول هدف د اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام لپاره د يوې ښې لوبډلې جوړول دي، همدا راز د توپوهنې په برخه کې د خپلو نيمګړتياوو ختمول.

نوموړى وايي، چې ګرېټر نوېډا لوبغالى زموږ کورنى لوبغالى دى، چې دلته مو مخکې هم له ايرلېنډ سره لوبې ترسره کړې دي چې د افغانستان لپاره ښې ترسره شوې دي، لوبغاړي له دې لوبغالي، پيچ او د دې ځاى له موسم سره بلد دي او کوشش به کوو چې اوس هم ښې لوبې ترسره کړو.

د يو ځل بيا کپتان کېدو په اړه اصغر افغان وويل، چې دويم ځل کپتان کېدل په رښتيا هم يو چېلنج دى او ما هم دا چېلنج قبول کړى دى، زما ټوله هڅه به دا وي چې مخکې مو لوبډلې څومره ښه پرفارمنس ترسره کاوه، دا ځلې تر هغې هم ښه پرفارمنس وړاندې کړو.

د يادولو ده چې د افغانستان او ايرلېنډ ٣ شل اوريزې لوبې چې د مارچ په ٦مه، ٨مه او ١٠مه د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کېږي، کوربه توب يې افغانستان کوي او د افغانستان په ملي سپورټ ټلويزيون په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …