کورپاڼه / خپلواک / د نړيوال شل اوريز جام پايلوبه کې به هند او اسټراليا مخامخ شي
اسټراليا ښځينه لوبډله

د نړيوال شل اوريز جام پايلوبه کې به هند او اسټراليا مخامخ شي

خپلواک وېبپاڼه (٥ مارچ ٢٠٢٠): د اسټراليا ښځينه لوبډلې د سويلي افريقا ښځينه لوبډلې ته په دويمه نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې ځان ورساوه، چې په پايلوبه کې به د هند له لوبډلې سره مخامخ شي.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام دويمه نيمه پايلوبه د اسټراليا او سويلي افريقا ښځينه لوبډلو ترمنځ په سډني کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د سويلي افريقا لوبډلې وګټله او د اسټراليا لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشرې ميګ لانينګ ٤٩ ناسوځېدلې، بيت موني ٢٨ او اليسا هېلي ١٨ منډې وکړې.

د سويلي افريقا ښځينه لوبډلې له لوري نادين دي کلرک ٣، نونکوليکو ملابه او ايابونګا خاکه ١-١ ويکټې واخيستې.

د باران له امله لوبه د ځنډ ښکار شوه، چې وروسته د سويلي افريقا لوبډلې ته په ١٣ اورونو کې ٩٨ منډې هدف ورکړل شو.

سويلي افريقا لوبډلې په ټاکلو ١٣ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٩٢ منډې وکړې او د ډي ايل قانون له مخې يې د ٥ منډو په توپير له اسټراليا څخه ماتې وخوړله.

د سويلي افريقا لپاره لورا وولوارډټ ٤١ ناسوځېدلې او سون لوس ٢١ منډې وکړې. د اسټراليا له لوري ميګن شټ ٢، جېس جوناسين، سوفي مولينوکس او ديليسا کيمينس ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه ميګ لانينګ ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د هند او انګلستان ترمنځ لومړۍ نيمه پايلوبه ترسره کېدونکې وه، خو د باران له امله دغه لوبه ترسره نه شوه او چون په ګروپي لوبو کې هند مخکې و، نو هند پرته له لوبې ترسره کولو پايلوبې ته لار پېدا کړه.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام پايلوبه به د هند او اسټراليا لوبډلو ترمنځ د اسټراليا په ميلبورن ښار کې د مارچ په ٨مه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …