خپلواک وېبپاڼه (۱۴ سپتمبر ۲۰۱۹): څه ورځې مخکې د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازيه اقبال له خپل خاوند جاوېد فضا نه په يوه ويډيو کې طلاق غواړي او خاوند يې هم ورته د هغې په خوښه طلاق ورکوي، خو وروسته دواړه په خپل طلاق پښېمانه کېږي او بېرته يو ځای کېږي. دوی وايي چې له عالمانو څخه يې فتوا اخيستې او هغوی ورته ويلي چې دا يو طلاق او درې طلاقه نه و، نو ځکه ستاسې ترمنځ طلاق نه دی شوی.
خو اوس په دې اړه تازه مفتي محمد اسماعيل طورو يو بيان خپور کړی دی او ويلي يې دي چې يوې ښځې له خپل خاوند نه طلاق اخيستی او بيا وروسته سره يو ځای شوي دي او خپله ويډيو يې هم خپره کړې چې دا يو طلاق دی.
هغه وايي، چې د شيعه عالمان او غېر مقلدين وايي چې دا یو طلاق دی، خو اهلسنت والجماعت بيا دا درې طلاقه ګڼي. نوموړی وايي چې دا هر څه د قرآن و سنت په دلیلونو ثابتوم چې درې طلاقه دي.
مفتي محمد اسماعيل طورو وايي، چې کله يو کس خپلې ښځې ته درې طلاقه ووايي، نو دا درې طلاقه شو. جمهور علما وايي چې دا درې طلاقه دي.
دا هم ولولئ:
نازيه اقبال له خپل خاوند نه طلاق واخيست
نازيه اقبال او خاوند يې په طلاق پښېمانه شوي
نازيه اقبال او خاوند يې له طلاق وروسته بېرته يو ځای شو
امام مالک، امام شافعي، امام احمد، امام ابوحنيفه وايي چې دا درې طلاقه شو. د نبي علېه السلام هم په زمانه کې هم درې طلاقه درې و، د عمر رضي الله عنهه په زمانه کې هم درې طلاقه درې و.
نوموړی همدا راز وايي، چې کله اراده د يو طلاق وي او سړی د تاکيد په ډول ښځې ته ډېر طلاقونه ورکړي، نو بيا هغه يو طلاق حسابېږي، خو که اراده دې نه وي او يا دې په زړه کې هېڅ هم نه وي، نو بيا دا درې طلاقه کېږي. خو دا بايد څوک وروسته دروغ ونه وايي چې اراده يې د يو طلاق وه، بلکې هماغه وخت کې چې يې کومه اراده وه، هماغه طلاق واقع کېږي.
د مفتي محمد اسماعيل طورو بشپړ بيان په لاندې ويډيو کې وګورئ:
د يادولو ده چې نازيه اقبال د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې ده چې څه وخت مخکې له پاکستان څخه لندن ته تللې او هلته يې ژوند پيل کړی دی. د سرچينو تر مخه، د نازيه اقبال او خاوند ترمنځ يې په پاکستان کې هم لانجې روانې وې، خو په لندن کې دواړه تر دې حده پورې لاړ، چې نازيه اقبال له خپل خاوند جاوېد فضا نه د طلاق غوښتنه وکړه. همدا راز جاوېد فضا وويل، چې هغه نه غواړي نازيه اقبال ته طلاق ورکړي، خو مجبوره کړی يې دی، نو له دې امله ورته طلاق ورکوي.
وروسته چې د دواړو ترمنځ طلاق وشو، نو بيا دواړه په خپله پرېکړه پښېمانه و، چې وروسته يې وويل چې د عالمانو څخه يې فتوا ترلاسه کړې او هغوی ورته ويلي دي چې دا يو طلاق و او تاسې کولای شئ چې بېرته سره يو ځای شئ.