کورپاڼه / خپلواک / افغانستان د ١١ منډو په توپير ايرلېنډ ته ماتې ورکړه
سميع الله شينوارى او نجيب الله ځدراڼ

افغانستان د ١١ منډو په توپير ايرلېنډ ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٦ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان او ايرلېنډ په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې د ايرلېنډ د ١٧٣ منډو هدف پر وړاندې افغانستان چټکه توپوهنه پيل کړه، که څه هم د رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي له سوځېدو وروسته افغان لوبډله له سخت حالت سره مخ شوه، خو د سميع الله شينواري او نجيب الله ځدراڼ له راتلو وروسته افغانستان يو ځل بيا چټکې منډې وکړې.

افغانستان په ١٥ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٣ منډې وکړې، چې وروسته په لوبه کې باران پيل شو او د باران د ورښت له امله لوبه د ځنډ ښکار شوه.

خو د باران له ډېرېدو سره سم د ډي ايل قانون تر مخې د لوبې پرېکړه وشوه، چې افغانستان ته په ١٥ اورونو کې د ١٢٢ منډو هدف ورکړل شو او افغانستان ١٣٣ منډې کړې وې چې په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د افغانستان لپاره نجيب الله ځدراڼ ٤٢ ناسوځېدلې، رحمان الله ګربز او سميع الله شينواري ٢٨-٢٨، حضرت الله ځاځي ٢٣، کريم جنت ٦ او اصغر افغان صفر منډې وکړې.

د ايرلېنډ له لوري سيمي سينګ ٢ او بويډ رنکين ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ايرلېنډ لوبډلې د پاڼۍ راپور:

د ايرلېنډ له لوري پال سټرلينګ، کيوين اوبراين، انډي بيلبيرني او هېري ټيکټور په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ايرلېنډ ١٧٢ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ١٧٣ منډو هدف وټاکه.

په پيل کې د لوبې پچه ايرلېنډ لوبډلمشر انډي بيلبيرني وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

پال سټرلينګ او کيوين اوبراين توپوهنې ته راووتل او دواړو په ګډه چټکه توپوهنه پيل کړه، چې له شاپور ځدراڼ او مجيب الرحمان يې چټکې منډې ترلاسه کړې.

خو مجيب الرحمان چې خپل دريم اور ته راغى، نو د اور په وروستي توپ يې کيوين اوبراين نه ويکټې وويشتلې او هغه يې له مېدانه بهر کړ، کيوين اوبراين د ٢ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ په ١٧ توپونو ٣٥ منډې ترلاسه کړې وې.

له هغه وروسته د پال سټرلينګ ملګرتيا ته لوبډلمشر انډي بيلبيرني راغى او دواړو يو ځل بيا ښه توپوهنه روانه کړه.

ايرلېنډ ١١١ منډې کړې وې چې دويمه ويکټ يې له لاسه ورکړه، پال سټرلينګ چې د راشد خان په توپ يې د شاټ وهلو هڅه وکړه، خو توپ يې پورته کړ او راشد خان بېرته کېچ کړ، چې نوموړي د ٦٠ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، هغه ٢ شپږيزې او ٨ څلوريزې هم وهلې وې او دا د افغانستان لپاره يوه مهمه ويکټه وه.

انډي بيلبيرني دريم توپوهونکى و چې د ٢٩ منډو ترلاسه کولو وروسته راشد خان ترې ويکټې وويشتې او له مېدانه يې بهر کړ.

تر هغه وروسته ګاريټ ډيلاني توپوهنې ته راغى او يوازې ٩ منډې يې ترلاسه کړې وې چې د شاپور ځدراڼ له لوري ترې ويکټې وويشتل شوې. هېنري ټيکټور بيا ٢٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ايرلېنډ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې او د ١٧٣ منډو هدف يې افغانستان ته وټاکه.

د افغانستان له لوري راشد خان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٢ منډو په بدل کې ٣ ايرلېنډي لوبغاړي وسوځول، همدا راز مجيب الرحمان بيا تر ټولو زياتې منډې ورکړې، هغه په ٤ اورونو کې ٤٩ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې واخيسته، شاپور ځدراڼ هم ١ ويکټ ترلاسه کړه خو په ٤ اورونو کې يې

ګلبدين نايب يوازې ٣ اورونه ترسره کړل چې ١٩ منډې يې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه، کريم جنت بيا په ٤ اورونو کې ٢٨ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې په برخه نه شوه، همدا راز محمدم نبي هم ١ اور ترسره کړ چې ١٤ منډې يې ورکړې.

د ټاس راپور:

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ شل اوريزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د ايرلېنډ لوبډلې لوبډلمشر انډي بيلبيرني د لوبې پچه ګټلې ده او لومړى يې توپوهنه غوره کړې ده.

دغه لوبه چې د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې نن ١ بجه پيل شوې ده، په افغانستان کې يې د افغانستان ملي سپورټ ټلويزيون په ژوندۍ بڼه خپروي.

د نننۍ لوبې لپاره د ايرلېنډ سکواډ:

پال سټرلينګ، کيوين اوبراين، جارج ډوکرېل، جوش ليټل، ګيرټ ډيلان، بويډ رنکين، سيمي سينګ، انډي بيلبيرني (لوبډلمشر)، هېري ټيکټور، لورکان ټکر او کرېګ ينګ.

د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان سکواډ:

حضرت الله ځاځى، نجيب الله ځدراڼ، اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، سميع الله شينوارى، محمد نبي، ګلبدين نايب، کريم جنت، مجيب الرحمان، راشد خان او شاپور ځدراڼ.

د يادولو ده چې قېس احمد او عظمت الله عمرزى هم د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له لوري په لوبډله کې شامل شوي دي، خو په نننۍ لوبه کې ورته برخه نه ده ورکړل شوې، چې دواړه ډېر تکړه لوبغاړي دي.

همدا راز شاپور ځدراڼ او سميع الله شينوارى بيا ډېر وخت وروسته له لوبډلې سره يو ځاى شوي و چې په نننۍ لوبه کې دواړه لوبېږي.

دا لوبې د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کېږي، چې تېره ورځ اصغر افغان په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې هغوى په بشپړه توګه د ايرلېنډ لوبډلې ته تيارى نيولى دى، ځکه چې د ايرلېنډ لوبډله کمزورې لوبډله نه ده او دوى هڅه کوي چې د ايرلېنډ پر وړاندې ښې لوبې ترسره کړي.

هغه همدا راز ويلي و، چې د فبرورۍ له ١١مې نېټې څخه يې په هند کې کمپ لګولى دى او دا ځل يې په کمپ کې بدلون راوستى و، ځکه دلته يې ١٥ يا ١٦ لوبې هم په خپل منځ کې ترسره کړي دي تر څو مېچ پرېکټس يې وشي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …