کورپاڼه / خپلواک / سميع الله شينواري ١٠٠٠ منډې پوره کړې
سميع الله شينوارى

سميع الله شينواري ١٠٠٠ منډې پوره کړې

خپلواک وېبپاڼه (٦ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې الراونډر سميع الله شينواري نن د ايرلېنډ پر وړاندې لوبه کې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کړې.

سميع الله شينوارى د افغانستان څلورم توپوهونکى دى چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کوي.

نوموړي تر دې مخکې د افغانستان لپاره په ٦٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى و او ٩٨٥ منډې يې ترلاسه کړې وې، چې ٢١.٨٨ يې اوسط او ١١٨.٨١ يې سټرايک رېټ و، همدا راز په يوه لوبه کې د هغه زياتې منډې بيا ٦١ دي.

د ايرلېنډ پر وړاندې نننۍ لوبه د نوموړي ٦٣مه نړيواله شل اوريزه لوبه ده، چې هغه پکې ١٠٠٠ منډې پوره کړې. سميع الله شينواري تر دې مهاله پورې ٢٨ منډې ترلاسه کړې دي او توپوهنې ته ولاړ دى.


تر سميع الله شينواري مخکې محمد شهزاد، محمد نبي او اصغر افغان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ١٠٠٠ زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

محمد شهزاد چې د ٧ مياشتو بندېز وروسته ترې څو ورځې مخکې بندېز ليرې شو، ښايي ژر بېرته ملي لوبډلې ته راستون شي، نوموړي په ٦٥ شل اوريزو لوبو کې ١٩٣٦ منډې کړي دي چې ١١٨ ناسوځېدلې يې تر ټولو زياتې منډې دي.

ورپسې محمد نبي دى، چې نوموړي په ٧٥ لوبو کې ١٣١٦ منډې ترلاسه کړې دي او په يوه لوبه کې زياتې منډې يې ٨٩ دي. همدا راز اصغر افغان بيا په ٦٧ لوبو کې ١١٦٧ منډې ترلاسه کړې دي او ٦٢ يې په يوه لوبه کې زياتې منډې دي.

نجيب الله ځدراڼ بيا د افغانستان بل توپوهونکى دى چې ١٠٠٠ منډو ته نږدې دى، نوموړي په ٦٣ لوبو کې ٩٤٧ منډې ترلاسه کړې دي او ښايي د ايرلېنډ پر وړاندې په روانه لوبلړۍ کې نوموړى هم ١٠٠٠ منډې پوره کړي او د افغانستان پنځم توپوهونکى به شي چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې به ١٠٠٠ منډې پوره کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …