کورپاڼه / خپلواک / پي سي بي: مجبوره يو چې اسيا جام له پاکستانه بهر وکړو
احسان ماني

پي سي بي: مجبوره يو چې اسيا جام له پاکستانه بهر وکړو

خپلواک وېبپاڼه (٦ مارچ ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني وايي، چې موږ مجبوره يو چې اسيا جام له پاکستانه بهر په کوم بل هېواد کې وکړو.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن احسان ماني وايي، چې د ويسټ انډيز د پاکستان ته راوستلو لپاره يې مخکې د ويسټ انډيز هر لوبغاړي ته ٢٥، ٢٥ زره ډالر ورکړي و، خو اوس پاکستان هېڅ يو لوبغاړي ته پاکستان ته د راوستلو لپاره زياتې پېسې نه ورکوي.

احسان ماني په خپلو خبرو کې وويل، چې د اسيا جام کوربه توب به پاکستان کوي، خو مجبوره دي چې له پاکستانه بهر په کوم هېواد کې يې وکړي.

هغه زياتوي، که چېرته په پاکستان کې مو د اسيا جام ترسره کولو ضد وکړ، نو هند به پاکستان ته رانه شي او اسيا جام کې به ګډون ونه کړي، د هند کرکټ بورډ چې هر څه خوښه وي او وايي موږ يې پروا نه کوو.

د يادولو ده چې د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي له دې مخکې هم څو ځله دا خبره ياده کړې ده، چې پاکستان دې د اسيا جام کوربه توب وکړي، خو اسيا جام دې په پاکستان کې نه ترسره کېږي او په متحده عربي اماراتو کې دې ترسره شي.

هغه همدا راز ويلي و، چې که چېرته پاکستان کې اسيا جام ترسره شي، نو دوى به خپله لوبډله پاکستان ته ونه لېږي.

د يادولو ده چې د بنګله دېش لوبډلې هم پاکستان ته د لوبو د ورتللو لپاره انکار کاوه، خو ويل کېږي چې وروسته د کرکټ نړيوالې شورا چيرمېن ششانک منوهر د بنګله دېش لوبډله رضا کړه، تر څو پاکستان ته ورشي، خو راشد لطيف هماغه مهال ويلي و، چې ښايي د اسيا جام پر سر جوړجاړى شوى وي او پاکستان کې ترسره نه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …