کورپاڼه / ولسمشر غني له زلمي خليلزاد سره وليدل
زلمى خليلزاد او اشرف غني

ولسمشر غني له زلمي خليلزاد سره وليدل

خپلواک وېبپاڼه (٦ مارچ ٢٠٢٠): ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه د زلمي خليلزاده سره نن په ارګ کې ليدلي دي.

د ارګ له لوري په خپور شوي خبر کې ويل شوي دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خليلزاد سره په ارګ کې وکتل.

په دغه خبر کې همدا راز زياته شوې ده، چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او تياريو او همدا راز د طالبانو ډلې سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکره کوونکي ټيم د مذاکراتو پيل په اړه بحث وکړ.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د وال سټرېټ ژورنال په خپل يو خبر کې ويلي و، چې ولسمشر غني له زلمي خليلزاد سره خپله ليدنه رد کړې ده، خو وروسته د ولسمشر غني وياند صديق صديقي ياد خبر رد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې راوستو تړون تر لاسليک وروسته ولسمشر غني په خپله وېنا کې ويلي دي، چې دوى پنځه زره طالب زندانيان نه خوشې کوي او د دوى د خوشې کولو لپاره خپل شرطونه لري.

همدا راز په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين بيا په خپل يو ټويټ کې ويلي دي، چې دوى بېن الافغاني مذاکراتو ته تيار دي، خو تر هغې بايد مخکې د دوى پنځه زره زندانيان خوشې شي او که دا خوشې نه شي، نو دوى به په بېن الافغاني مذاکراتو کې ګډون ونه کړي.

خو ولسمشر غني وايي، چې د پنځه زره زندانيانو د خوشې کولو په اړه به په بېن الافغاني مذاکراتو کې بحث وشي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلين ميکسويل، مارنوس لابوشين، سټيو سميت، ارون فنچ او ډيويډ وارنر

اسټراليا په هندۍ لوبډلې ريکارډ جوړ کړ

د اسټراليا لوبډلې توپوهونکو نن په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې په هندۍ لوبډله …