کورپاڼه / بېلا بېل / نوې ساينسي څېړنې: خوشحالي په ۸۲ کلنۍ کې اوج ته رسي
خوشحالي

نوې ساينسي څېړنې: خوشحالي په ۸۲ کلنۍ کې اوج ته رسي

د امريکايي څېړندويانو چې ډېری یې د عصبي سيستم متخصصين و، څېړنې ښيي چې د مغز ځینې برخې د عمر په تېرېدو نورې هم فعالېږي. د عمر د ډېروالي سره د بل په ځای د خپل ځان اېښودل، يانې اېمپاتي نوره هم زياتېږي. په دې مانا چې څه بل ته خوښوې ځانته يې هم خوښوې او څه چې ځانته نه خوښوې بل ته یې هم نه خوښوې، دا حس د بخيلۍ او بد نيتۍ غوندې بد خويونه له منځه وړي.

دا پوهان وايي چې په ۸۲ کلنۍ کې بيا خوښي خپل اوج ته رسېږي. ځکه په دې سن کې انسانان د ډېرو شيانو حقيقت درک کړی وي او اوس په ډېرو کوچنيو شيانو هم خوشحاله کېږي.

د دې څېړنې په بنسټ د انسان د عمر د تېرېدو سره خپل ذهن تر کنټرول لاندې راځي، ياغي حواس ارام کېږي او ذهن په لومړي ځل شکر کوي او راضي کېږي. په عين وخت کې ذهن په دې عمر کې د مشکلاتو په حل کولو کې هم تر پخوا زيات بريالی وي.

څېړندويان وايي چې د وخت په تېرېدو د انسان حافظه هم نه خرابېږي، بلکې لا غښتلې کېږي، هغه کسان چې حافظه يې خرابه وي د زړتوب له وجې نه بلکې د نورو ناروغیو چې په ځوانۍ کې يا وروسته يې بنسټ اېښودل شوی وي له کبله خرابېږي.

خوشحالي په ټوله کې د هیجان اوج دی چې وروسته د هيجان له تېرېدو څخه ورو ورو د غم غږونه راښکاره کېږي، په ځوانۍ کې انسان تل يو ځل اوج بل ځل په بېخ کې وي، په دې مانا چې کله ډېر خوشحاله کله ډېر خفه وي، دا د ژوند توازون او مناسبه وده له منځه وړي. د زړښت سره ورو ورو انسان د خوښۍ اصلي سرچینه درک کوي چې دا سکون او له بې ځايه اندېښنو لرې والی دى.

په زړښت کې انسان ځان نورو ته نه ښکاره کوي، ډېر زيات د اينده چورتونه نه وهي، په دې سبب ډېر وخت یې هيلې هم نه ماتېږي.

په خوشحالۍ کې د ځينو فيزيولوژيکو جریاناتو ګډون هم مطرح دی، په دې تر ټولو ډېر د سېراتونین او اندوفرين ترشحات او تولید مهم دي، په طبعي ډول د زيات او مناسب حرکت او سپورټ کولو سره دا امکان لري چې د اندوفرين هورمون ترشح او تولید دوام ولري، نو په زړتوب کې هم سپورټ او حرکت نه پرېښودل د خوشحالۍ يو سبب کېدی شي.

د دې څېړنې يو ګډون کوونکی ډاکټر ډانيل لارتوين وايي چې ده په دې هکله په خپل کتاب (بدلېدونکی ذهن) کې دې ټولو مسلو ته په ژور ډول کتنه کړې ده، دا چې تر نن پورې عمومي قناعت دا و چې انسان د زړښت سره ورو ورو خپله حافظه د لاسه ورکوي او د دې ترڅنګ خپله خوشحالي هم له لاسه ورکوي، نو ډاکټر ډانيل وايي چې د دوی ټوله هڅه په دې کې ده چې دغه غلط ګمانونه لرې کړي او حقيقت رابرسيره کړي.

د ډاکټر ډانيل په وينا په ژوند سکون هغه وخت رامنځته کېږي چې انسان راضي وي، په ځوانۍ کې د رضایت څخه زيات په انسان حرص حاکم وي، خو په زړتوب کې بيا داسې نه ده، په زړتوب کې انسان د ډېر څه خوند کتلی او رضایت مرتبې ته رسېدلی، په زړتوب کې د هغه ذهن ډېر سپک او ارام وي، په ډېرو لويو څیزونو نه خفه کېږي خو په ډېرو کوچنيو شيانو ډېر زيات خوشحاله کېدی شي.

څېړندويان زړو خلکو ته توصیه کوي چې سپورټ کولو او حرکت کولو ته دوام ورکړي، د زده کړې لار پرېنږدي، خپل شعور فعال وساتي د نوي شي د زده کړې هڅه وکړي، د نويو خلکو سره وګوري، خپلو خوړو ته پام وکړي، د حيواني منابعو په ځای د نباتي منابعو څخه استفاده وکړي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په منځنیو پیړو کې د سرطان کچه له اټاکل څخه هم ډېره وه

هسې خو سرطان یوه نوې روغتیایي ستونزې ښکاري، خو د یوې نوې څېړنې له مخې …