کورپاڼه / خپلواک / افغانستان او ايرلېنډ به نن په دويمه لوبه کې خپل زور ښکاره کړي
انډي بيلبيرني او اصغر افغان

افغانستان او ايرلېنډ به نن په دويمه لوبه کې خپل زور ښکاره کړي

خپلواک وېبپاڼه (٨ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ دويمه لوبه نن د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې د افغانستان په وخت ١ بجه پيلېږي.

دا د اصغر افغان د بېرته کپتان کېدو نه وروسته دويمه شل اوريزه لوبه ده، چې له ايرلېنډ سره يې ترسره کوي، په لومړۍ لوبه کې چې د مارچ په ٦مه نېټه ترسره شوه، افغانستان د ايرلېنډ لوبډلې ته د ١١ منډو په توپير ماتې ورکړه.

تېره لوبه کې ايرلېنډ لومړى توپوهنه وکړه چې ١٧٢ منډې يې وکړې، خو د افغانستان د توپوهنې پر مهال باران شو او د باران د ورښت له امله لوبه ودرېدله، افغانستان ١٣٣ منډې کړې وې، خو د ډي ايل قانون له مخې افغانستان د ١١ منډو په توپير په لوبه کې بريا خپله کړه.

په تېره لوبه کې د ايرلېنډ له لوري پال سټرلينګ او کيوين اوبراين ډېر ښه وځلېدل، همدا راز د افغانستان له لوري نجيب الله ځدراڼ بيا ښه توپوهنه ترسره کړه، د ايرلېنډ د پيل توپوهونکو ٦٣ او د افغانستان د پيل توپوهونکو ٥٤ منډې ملګرتيا ترلاسه کړې وه.

که د ګرېټر نوېډا لوبغالي ته وکتل شي، نو نن د باران امکان ډېر نشته دى، ډېر لږ چانس دى چې باران وشي، همدا راز پيچ بيا د توپوهنې لپاره ډېر ښه دى.

خو افغان لوبډله چې په شل اوريزو لوبو کې يې وروستيو لوبو ته وګورو، نو که د پيل توپوهونکي تر څه وخته پورې ودرېږي او چټکه لوبه وکړي، نو نور لوبغاړي هم ښه توپوهنه ترسره کوي او که د پيل توپوهونکي ژر وسوځېږي، نو ورپسې راتلونکي توپوهونکي هم بيا ښه توپوهنه نه شي کولاى.

لکه په تېرو لوبه کې چې مو وليدل، چې ګربز او ځاځي ٥٤ منډې ملګرتيا وکړه، خو په يو اور کې دواړه وسوځېدل، ورپسې اصغر افغان او کريم جنت هم ژر وسوځېدل، خو له هغه وروسته نجيب الله ځدراڼ او سميع الله شينواري ښه لوبه ترسره کړه.

يو ځل بيا د پيل توپوهونکو تر څنګ د نجيب الله ځدراڼ د ښه ځلېدو هيلې ډېرې شته.

د افغانستان د تېرې لوبې سکواډ:

حضرت الله ځاځى، رحمان الله ګربز، کريم جنت، اصغر افغان (لوبډلمشر)، سميع الله شينوارى، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، محمد نبي، راشد خان، شاپور ځدراڼ او مجيب الرحمان.

د ايرلېنډ د تېرې لوبې سکواډ:

پال سټرلينګ، کيوين اوبراين، انډي بيلبيرني (لوبډلمشر)، ګاريټ ډيلاني، هېري ټيکټور، لورکان ټکر، سيمي سينګ، جارج ډوکريل، جوش ليټل، بويډ رنکين او کرېګ ينګ.

تر ډېره پورې احتمال شته چې په نننۍ لوبه کې افغان لوبډله قېس احمد يا عظمت الله عمرزي ته هم د لوبېدو چانس ورکړي، که دوى ته چانس ورکړل شي نو دا به د دوى لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه وي.

تاسې په لوبډله کې کوم بدلون غواړئ؟

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …