کورپاڼه / خپلواک / د هند ۱۹ کلنو ځوانانو د اسيايي جام اتلولي خپله کړه
هندۍ لوبډله

د هند ۱۹ کلنو ځوانانو د اسيايي جام اتلولي خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۴ سپتمبر ۲۰۱۹): د ۱۹ کلنو کم عمره اسيايي جام په پايلوبه کې د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د ډېر لږ هدف ډېره ښه دفاع وکړه او په اسيايي جام کې يې اتلولي خپله کړه.

د ۱۹ کلنو کم عمره اسيايي جام پايلوبې ته د هند او بنګله دېش لوبډلو لار پېدا کړې وه، د يادو سياليو نيمه پايلوبې د باران د ورښت له امله نه وې ترسره شوې، نو دواړه لوبډلې په خپلو خپلو ګروپونو کې په سر کې وې، نو پايلوبې ته لاړې.

په پايلوبه کې لومړی پچه د هند لوبډلې وګټله او په خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ونه شول کولای چې ښه توپوهنه ترسره کړي او په ۳۲.۴ اورونو کې يې خپلې ټولې ويکټې له لاسه ورکړې او يوازې ۱۰۶ منډې يې وکړې، چې د بنګله دېش لوبډلې ته يې د ۱۰۷ منډو يو اسان هدف وټاکه. د هند له لوري کرن لال ۳۷، دهرو چاند جوريل ۳۳ او ششوت راوت ۱۹ منډې وکړې.

د بنګله دېش له خوا محمد مريتونجوی ۳، شميم حسېن ۳، تنظيم حسن ۱ او شاهين عالم ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

خو د هند ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې وکولای شول چې د دغه اسانه هدف نه په ښه توګه دفاع وکړي او په لوبه کې بريا خپله کړي.

د بنګله دېښ ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ټوله لوبډله په ۳۳ اورونو کې د ۱۰۱ منډو جوړولو وروسته وسوځېده او په ۵ منډو يې پايلوبه له لاسه ووته.

د بنګله دېش اکبر علي ۲۳، محمد مريتونجوی ۲۱ او تنظيم حسن ۱۲ منډې وکړې. د هند له لوري بيا اتهاروا انکوليکر ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ۵ بنګالي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز اکاش ۳، ويديادر پټېل ۱ او سشانت کمار مشرا هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د يادولو وړ ده چې تېر کال هم د ۱۹ کلنو کم عمره اسيايي جام کې هند اتلولي خپله کړې وه، خو تر هغه مخکې بيا افغان ځوانانو په دغه سياليو کې اتلولي په خپل نوم کړې وه.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په دغه سياليو کې درې لوبې وکړې، چې د پاکستان او کويت لوبډلو ته يې په ستر توپير ماته ورکړه او له هند يې څخه يې په ډېر لږ توپير ماته وخوړه. خو نيمه پایلوبه يې له بنګله دېش لوبډلې سره ترسره کېده، چې د باران له امله ونه شوه او د ډېرو نومرو درلودلو له امله د بنګله دېش لوبډله پايلوبې ته لاړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …