خپلواک وېبپاڼه (٨ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان او ايرلېنډ د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ په دويمه شل اوريزه لوبه کې د افغانستان لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د ايرلېنډ پر وړاندې توپوهنه غوره کړه.
افغانستان او ايرلېنډ د تېرې لوبې سکواډ ساتلى دى او هېڅ لوبغاړى يې نه دى بدل کړى.
په افغان لوبډله کې قېس احمد او عظمت الله عمرزي ته يو ځل بيا چانس نه دى ورکړل شوى، چې په دغه سکواډ کې شامل دي، خو نه په اوله لوبه کې چانس ورکړل شوى و او نه هم په دويمه لوبه کې چانس ورکړل شو.
د افغانستان لوبډلې سکواډ:
رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، حضرت الله ځاځى، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، اصغر افغان (لوبډلمشر)، محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمان، سميع الله شينوارى او شاپور ځدراڼ.
Here is our Playing XI for today’s second #IBACup2020 T20I against @Irelandcricket. #AFGvIRE pic.twitter.com/oOIfhOQ7nX
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 8, 2020
د ايرلېنډ لوبډلې سکواډ:
انډري بيلبيرني (لوبډلمشر)، ګاريټ ډيلاني، جارج ډوکرېل، جوش ليټل، کيوين اوبراين، بويډ رنکين، سيمي سينګ، پال سټرلينګ، هېري ټيکټور، لوران ټکر (ويکټ ساتونکى) او کرېګ ينګ.
The two teams today… pic.twitter.com/98d5eYjGPR
— Cricket Ireland (@Irelandcricket) March 8, 2020
دغه لوبه چې د افغانستان په ملي سپورټ ټلويزيون په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي، د افغانستان په وخت يو بجه به پيل شي.
د پچ او موسم په اړه ويل کېږي، چې نن د باران امکان ډېر نشته دى او که چېرته وشي نو هم به ډېر کم وي، همدا راز پچ د توپوهنې لپاره ډېر ښه دى او ښايي افغانستان وکولاى شي چې ايرلېنډ ته يو ستر هدف وټاکي.
په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ايرلېنډ لومړى توپوهنه ترسره کړې وه، چې ١٧٢ منډې يې کړې وې، راشد خان ٣ لوبغاړي سوځولي و، افغانستان بيا په ١٥ اورونو کې ١٣٣ منډې وکړې او باران لوبه ودروله، چې وروسته د ډي ايل قانون له مخې د لوبې پرېکړه وشوه او افغانستان په ١١ منډو بريا خپله کړه. راشد خان د لوبې غوره لوبغاړى و، همدا راز نجيب الله ځدراڼ هم ٤٢ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې وې.