کورپاڼه / خپلواک / افغانستان په دویمه لوبه کې هم ایرلېنډ مات کړ

افغانستان په دویمه لوبه کې هم ایرلېنډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (۸ مارچ ۲۰۲۰): افغانستان د ۳ شل اوریزو لوبو لړي په دویمه لوبه کې هم ایرلېنډ ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

دغه لوبه چې د همد په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې افغانستان پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې اصغر افغان ۴۹، رحمان الله ګربز ۳۵، حضرت الله ځاځي ۲۸ او محمد نبي ۲۷ منډې وکړې.

د ایرلېنډ له لوري بویډ رنکین، کریګ ینګ او ګاریټ ډیلاني ۱-۱ ویکټ واخیسته.

د ۱۸۵ منډو هدف په تعقیب کې د ایرلېنډ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

د ایرلېنډ لپاره انډري بیلبیرني ۴۶ او هېري ټیکټور ۳۷ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري مجیب الرحمان ۳، شاپور ځدراڼ، ګلبدین نایب او راشد خان ۱-۱ ویکټ واخیسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه مجیب الرحمان ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ دریمه لوبه به د مارچ په ۱۰مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …