کورپاڼه / خپلواک / د زمبابوې لوبډله افغانستان ته په ګونډو شوه
افغان لوبډله

د زمبابوې لوبډله افغانستان ته په ګونډو شوه

خپلواک وېبپاڼه (١٤ سپتمبر ٢٠١٩): افغانستان په خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه کې د زمبابوې لوبډله په ګونډو کړه او په ٢٨ منډو يې ترې بريا خپله کړه، چې د نجيب الله ځدراڼ په زړه پورې ٦٩ ناسوځېدلو منډو افغانستان بريا ته ورساوه.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې د درې اړخيزه شل اوريزو سياليو دويمه لوبه د افغانستان او زمبابوې ترمنځ نن د بنګله دېش ډهاکې ښار په شېر بنګله نېشنل لوبغالي کې ترسره کېږي.

د لوبې په پيل کې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او لومړى يې د افغانستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى توپوهنې ته راووتل، دواړه د ٥٧ منډو ملګرتيا وکړه، چې حضرت الله ځاځي د شاټ وهلو هڅه وکړه او خپله ويکټه يې له لاسه ورکړه، نوموړي ١٣ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز چې دا يې لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ده، ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، خو د حضرت الله ځاځي له سوځېدو وروسته هغه هم ٤٣ منډې کړې وې، چې د افغانستان په مجموعي ٦٠ منډو يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه.

رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى
رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي د ٥٧ منډو ملګرتيا وکړه.

تر هغه وروسته نجيب ترکى او اصغر افغان هم ډېر ښه ونه ځلېدل، خو دواړو ١٤-١٤ منډې وکړې او وسوځېدل.

وروسته نجيب الله ځدراڼ او محمد نبي ډېره تېزه لوبه پيل کړه او دواړو په ګډه ١٠ شپږيزې ووهلې، چې د افغانستان منډې يې ١٩٧ ته ورسولې، د لوبې په وروستي توپ باندې محمد نبي وسوځېده، چې ٣٨ منډې يې کړې وې.

همدا راز نجيب الله ځدراڼ بيا ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، نوموړي د ٦ شپږيزو او ٥ څلوريزو پر مټ په ٣٠ توپونو باندې ٦٩ منډې وکړې او ناسوځېدلې پاتې شو.

نجيب الله ځدراڼ او محمد نبي
نجيب الله ځدراڼ ٦٩ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړى شو

د زمبابوې له لوري چيتارا او ويليمس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٩٨ منډو د هدف په تعقيب کې د زمبابوې لوبډله ناکامه شوه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٩ منډې وکړې او په ٢٨ منډو يې لوبه له لاسه ورکړه.

د زمبابوې لوبډلمشر همېلټون مسکدزا د افغانستان لومړنى ښکار و، چې رحمان الله ګربز رن اوټ کړ، دغه مهال د زمبابوې ٢٥ منډې وې، په ٣٠ منډو بيا فريد احمد د برېنډن ټېلر ويکټ ترلاسه کړه، چې هغه ٢٧ منډې وکړې. دريمه لوبغاړى سين ويليمس و، چې د فريد احمد په توپ باندې رحمان الله ګربز کېچ کړ او له مېدانه يې بهر کړ.

د زمبابوې په ٤٤ مجموعي منډو باندې کرېګ ارويني د کريم جنت ښکار شو، چې ١٠ منډې يې کړې وې او کريم جنت اېل بي ډبليو کړ. موتومبودزي بل هغه لوبغاړى و چې د راشد خان په توپ باندې نجيب ترکي کېچ کړ او له مېدانه يې بهر کړ.فريد احمد ويکټ

د زمبابوې په ٩٦ مجموعي منډو باندې د ريان برل ويکټ راشد خان ترلاسه کړه او د زمبابوې چې وروستى کوم لوبغاړى وسوځېده، هغه مادزيوا و، چې د ګلبدين نايب په توپ محمد نبي کېچ کړ او له مېدانه يې بهر کړ. همدا راز چاکابوا ٤٢ ناسوځېدلې او جرويس ١٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان له لوري راشد خان ٢، فريد احمد ٢، کريم جنت ١ او ګلبدين نايب هم يو لوبغاړى وسوځاوه.نجيب الله ځدراڼ کېچ

د نجيب الله ځدراڼ د غوره توپوهنې له امله نوموړي د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز هغه لوبغاړى و چې دا يې نړيواله لومړنۍ لوبه وه، نوموړي په خپله لومړۍ لوبه کې ځان ثابت کړ، چې د افغانستان لپاره يو ښه د پيل توپوهونکى ثابتېداى شي، نوموړي د ٢ شپږيزو او ٥ څلوريزو پر مټ په ٢٤ توپونو باندې ٤٣ منډې وکړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …