کورپاڼه / اتمر: غني ته مبارک، موازي حکومتونه افغانانو ته د منلو وړ نه دي
حنیف اتمر

اتمر: غني ته مبارک، موازي حکومتونه افغانانو ته د منلو وړ نه دي

خپلواک وېبپاڼه (۹ مارچ ۲۰۲۰): د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او د ۱۳۹۸ ل کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند، محمد حنیف اتمر ولسمشر محمد اشرف غني ته د دوهم ځل لپاره د افغانستان د جمهور رییس په توګه په ټاکل کېدو باندې مبارکي لیکلې ده او د ډاکټر عبدالله عبدالله موازي حکومت ته په نغوته یې ويلي دي، چې موازي حکومتونه افغانانو ته د منلو وړ نه دي او اوس د دې وخت نه دی، چې ټاکنیزې ناندرۍ دې دوام وکړي.

محمد حنیف اتمر په یوې خپرې شوې اعلاميې کې لیکلي دي، چې سره له دې چې د ده په ګډون ګڼو سیاسي ډلو او اشخاصو د زیاتره ټاکنیزو مواردو په اړه د نظر اختلاف درلوده، خو د لوړې د مراسمو په ترسره کېدو سره د دوی اعتراضونه او له ټاکنو څخه راپورته شوي اختلافات پای ته رسېدلی دي او نورو اعتراضاتو ته اړتیا نشته.

ښاغلی اتمر وړاندې لیکي، چې له نوي حکومت څخه د ده او د افغان ولس هیله دا ده، چې د سولې او ملي یووالي د ټینګښت کار وکړي او رامنځته شويو فرصتونو نه په پوره دقت سره د اوږدمهاله کټو لپاره ګټه واخلي.

حنیف اتمر زیاتوي، چې د سولې او د ملي یووالي د ټینګښت او له فرصتونو نه د اوږدمهاله ګټو اخیستو په برخه کې به له نوې حکومت سره ملاتړي اوسي او دفاع به یې وکړي.

هغه لیکي، چې د هېواد په داخل کې هم ګڼې ستونزې شته دي، خو له نوي حکومت نه مو هیله دا ده، چې داخلي ستونزې د خبرو او د ټول منلي حکومت په تشکیل سره حل کړي.

د ښاغلي اتمر په وینا، اوس د دې وخت دی، چې ټول په ګډه د سولې او اتحاد او اتفاق بهیر ته ولاړ شو او ټول په ګډه د نظام د ساتلو لپاره کار وکړو.

Loading...

دا هم ولولئ

فرنانډو

جافنا سټالينز ٤مه بريا او ګال ګليډيټرز ٤مه ماتې وخوړه

د جافنا سټالينز لوبډلې په پرلپسې ډول په څلورمه لوبه کې هم بريا خپله کړه …