خپلواک وېبپاڼه (١٠ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه نن د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کېږي.
د لوبې په پيل کې پچه د ايرلېنډ لوبډلمشر انډري بيلبيرني وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
Andrew Balbirnie of @Irelandcricket Ireland won the toss and opted to bat first against @ACBofficials in the third T20I at Greater Noida Stadium,India.#AFGvIRE #IBACup2020 #AfghanAtalan pic.twitter.com/pAw29M6617
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 10, 2020
د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ کې افغانستان په لومړيو دواړو لوبو کې ايرلېنډ ته ماتې ورکړې ده، چې په لومړۍ لوبه کې يې د ډي ايل قانون له مخې په ١١ منډو بريا خپله کړه او په دويمه لوبه کې افغانستان په ٢١ منډو بريا ترلاسه کړه.
د افغانستان د نننۍ لوبې لپاره غوره شوي لوبغاړي:
رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، عثمان غني، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، اصغر افغان (لوبډلمشر)، مجيب الرحمان، راشد خان، قېس احمد او نوين الحق.
Afghanistan’s Playing XI for today’s third and final #IBACup2020 T20I against @Irelandcricket.
. #AFGvIRE #AfghanAtalan pic.twitter.com/MzS5rTaweC— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 10, 2020
د ايرلېنډ د نننۍ لوبې لپاره غوره شوي لوبغاړي:
انډري بيلبيرني (لوبډلمشر)، ګاريټ ډيلاني، شان ګيټکېټ، جوش ليټل، بېري مک کارتي، کيوين اوبراين، سيمي سينګ، پال سټرلينګ، هېري ټيکټور، لورکان ټکر (ويکټ ساتونکى) او کرېګ ينګ.
Ireland playing XI
Andrew Balbirnie (Captain), Gareth Delany, Shane Getkate, Josh Little, Barry McCarthy, Kevin O’Brien, Simi Singh, Paul Stirling, Harry Tector, Lorcan Tucker, Craig Young.
— Cricket Ireland (@Irelandcricket) March 10, 2020
د يادولو ده چې ځوان لوبغاړي عظمت الله عمرزي ته دا ځل بيا هم په لوبه کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى او هغه به پرته له کومې لوبې ترسره کولو څخه بېرته هېواد ته راستون شي.
همدا راز دا د قېس احمد لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ده او په دې لوبه کې عثمان غني او نوين الحق ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى.
همدا راز حضرت الله ځاځى، قېس احمد او سميع الله شينوارى په نننۍ لوبه کې نه دي اخيستل شوي.
دا د افغانستان او ايرلېنډ وروستۍ لوبه ده، که چېرته افغانستان يو ځل بيا د ايرلېنډ لوبې ته ماتې ورکړي، نو د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لړۍ کې به ايرلېنډ ته وايټ واش ماتې ورکړي او که ايرلېنډ نن بريا خپله کړه، نو افغانستان به د ٢-١ سره لوبلړۍ په خپل نوم کړي.