کورپاڼه / خپلواک / ايرلېنډ په جالبه لوبه کې ٧ کاله وروسته افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
ايرلېنډ

ايرلېنډ په جالبه لوبه کې ٧ کاله وروسته افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (١٠ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ دريمه شل اوريزه لوبه ډېره جالبه او په زړه پورې ترسره شوه، ځکه دواړو لوبډلو يو ډول منډې وکړې او لوبه مساوي شوه، چې وروسته په سوپر اور کې کيوين اوبراين د راشد خان په وروستي توپ باندې شپږيزه ووهله او ٧ کاله وروسته يې په شل اوريزو لوبو کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او ايرلېنډ يې بريالى کړ.

د لوبې په پيل کې پچه ايرلېنډ وګټله او لومړى يې توپوهنه پيل کړه.

که څه هم ايرلېنډ په پيل کې ژر ويکټې له لاسه ورکړې او ښه توپ اچونه يې ترسره نه کړه، خو وروسته بيا ايرلېنډ ښه لوبه ترسره کړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګاريټ ډيلاني ٣٧، هېري ټيکټر ٣١ او کيوين اوبراين ٢٦ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري قېس احمد په خپله لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز نوين الحق هم چې نن په لوبه کې ولوبېده ٣ لوبغاړي وسوځول، راشد خان او مجيب الرحمان ١-١ ويکټ واخيسته.

د ١٤٣ منډو هدف په تعقيب کې افغانستان په پيل کې ښه توپوهنه ترسره کړه، خو وروسته يې د ويکټو په له لاسه ورکولو سره توپوهنه کمزورې شوه او په وروستيو کې لوبه لا ډېره جالبه شوه. افغانستان هم په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې او لوبه مساوي شوه.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ٤٢، اصغر افغان ٣٢ او عثمان غني ١٨ منډې وکړې. د ايرلېنډ له لوري ګاريټ ډيلاني او سيمي سينګ ٢-٢، بېري مک کارتي، جوش ليټل او کريګ ينګ ١-١ ويکټ واخيسته.

په سوپر اور کې افغانستان لومړى توپوهنه وکړه چې رحمان الله ګربز او محمد نبي توپوهنې ته راغلل او کريګ ينګ توپ اچونې ته راغى. دواړو په ګډه ٨ منډې وکړې او رحمان الله ګربز د منډې پر مهال وسوځېده چې ايرلېنډ ته يې د ٩ منډو هدف وټاکه.

د ايرلېنډ له لوري توپوهنې ته پال سټرلينګ او کيوين اوبراين راغلل، همدا راز د افغانستان له لوري توپ اچونې ته بيا راشد خان راغى.

په لومړي توپ باندې کيوين اوبراين ١ منډه وکړه، په دويم توپ باندې سټرلينګ څلوريزه ووهله او په دريم توپ باندې سټرلينګ وسوځېده. څلورم توپ هېري ټيکټر نه مس او په پنځم توپ باندې يې ١ منډه ترلاسه کړه، په وروستي توپ باندې کيوين اوبراين شپږيزه ووهله او ايرلېنډ لوبډله يې بريا ته ورسوله.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ايرلېنډ ٧ کاله وروسته افغان لوبډلې ته ماتې  ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه کيوين اوبراين ته ورکړل شوه، د سټايلش لوبغاړي جايزه بيا نوين الحق ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه رحمان الله ګربز ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې تر دې مخکې په لومړۍ او دويمه شل اوريزه لوبه کې افغانستان د ١١ او ٢١ منډو په توپير ايرلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …