کورپاڼه / خپلواک / عظمت الله عمرزى؛ يوازې د نوم لپاره ملي لوبډله کې اخيستل شوى و
عظمت الله عمرزى

عظمت الله عمرزى؛ يوازې د نوم لپاره ملي لوبډله کې اخيستل شوى و

خپلواک وېبپاڼه (١٠ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ مشران، د غوراوي کمېټه او د ملي لوبډلې مشر اصغر افغان تل دا خبره کوي چې دوى ځوانانو ته ډېر چانس ورکوي او غواړي چې ځوانان لوبډلې ته راشي، خو په اصل کې داسې هېڅ هم نشته.

د ايرلېنډ پر وړاندې د افغانستان په لوبډله کې د ځوان لوبغاړي عظمت الله عمرزي نوم هم و، خو د هغه نوم يوازې نوم پاتې شو او په لوبه کې ورته هېڅ چانس ور نه کړل شو.

همدا راز قېس احمد او نوين الحق چې دواړو ډېر تکړه او ښه لوبغاړي دي، هم په لومړيو دوه لوبو کې ورته چانس ور نه کړل شو، خو يوازې په وروستۍ لوبه کې ولوبول شو او په هغې کې هم دواړو په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ځان يې ثابت کړ، چې هغوى په ملي لوبډله کې د لوبېدو وړتيا لري، خو نور کسان يې حق خوري.

په داسې حال کې چې په روانو سياليو کې کريم جنت ښه نه و ځلېدلى، خو بيا هم اصغر افغان دومره ونه کړل چې په وروستۍ لوبه کې د هغه په ځاى باندې عظمت الله عمرزي ته چانس ورکړي، ځکه چې هغه هم د همدې لوبو لپاره اخيستل شوى دى.

د افغانستان ځوانو او تکړه لوبغاړو سره تل همداسې شوې دي، تر ډېره پورې دوى په لوبډله کې واخيستل شي، خو په لوبو کې چانس نه ورکول کېږي او همداسې پسې ورک شي.

ايا تاسې په خپله فکر وکړئ، چې په دې لوبو کې د شاپور ځدراڼ چانس ډېر جوړېده او که د نوين الحق؟ همدا راز قېس احمد چې يو تکړه لوبغاړى دى او په نړيوالو ليګونو کې ډېر ښه ځلېدلى دى.

عظمت الله عمرزى چې ١٩ کاله عمر لري د افغانستان ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې، کابل ولايت، مس عينک زون او پکتيا پېنتر لوبډلو کې لوبېدلى دى.

نوموړي د فرسټ کلاس په ٥ لوبو کې ١٦، د ليسټ اې په ١٨ لوبو کې ١٩ او ٣ شل اوريزو لوبو کې ٢ لوبغاړي سوځولي دي. همدا راز په فرسټ کلاس کې يې ١٤٩ او ليسټ اې کې ٣٤٦ منډې هم ترلاسه کړې دي.

افغانستان کرکټ بورډ او يا هم هغه لوبغاړي چې تل پرې نيوکې کېږي چې هغوى يا خو کرکټ پرېږدي او يا هم خپل خپلوان په لوبډله کې ځايوي، هېڅ کله هم نه غواړي چې نور ځوان او تکړه لوبغاړي لوبډلې ته راشي او که يو نيم لوبډلې ته راشي هم بيا د هغه د ليرې کولو هڅې کوي.

ليکوال : بېدار افغان

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …