کورپاڼه / خپلواک / رحمان الله ګربز به د شهزاد تشه ډکه کړي؟
رحمان الله ګربز او محمد شهزاد

رحمان الله ګربز به د شهزاد تشه ډکه کړي؟

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ سپتمبر ۲۰۱۹): په افغانستان کې چې څومره د کرکټ لوبې مينه وال ډېر دي، همدا راز پکې د کرکټ لوبغاړي هم ډېر دي او هر ځوان ته چې چانس په لاس ورځي، هغه دا ثابتوي چې په نړيوالو مېدانونو کې د افغانستان نوم ځلولی شي.

که په دې لړ کې موږ د هغه ځوانانو خبره وکړو، چې تازه يې خپلې لومړۍ نړيوالې لوبې ترسره کړي دي، لکه ابراهيم ځدراڼ، ظاهر خان، قېس احمد او په پرونۍ شل اوريزه لوبه کې بيا رحمان الله ګربز، نو موږ ته ښکاري چې زموږ د کرکټ راتلونکی ډېر روښانه دی او دا ځوانان به وکولای شي چې د نړۍ سترې لوبډلې په ګونډو کړي.

رحمان الله ګربز چې ويکټ کيپر بېټسمېن (ويکټ ساتونکی او توپوهونکی) دی، په خپله لومړۍ لوبه کې يې ثابته کړه چې هغه د دې وړتيا لري چې د افغانستان لپاره د پيل يو مخکښ توپوهونکی او همدا راز ښه ويکټ ساتونکی ثابت شي.رحمان الله ګربز ۲

که موږ وګورو، د افغانستان لپاره محمد شهزاد يو تر ټولو ښه ويکټ کيپر بېټسمېن و، چې د افغانستان لپاره یې ډېرې سترې برياوې راوړي دي او همدا راز په توپوهنه کې يې بيا د افغانستان لپاره تر ټولو زياتې منډې هم کړي دي، خو په وروستيو کې هغه له يو لړ ستونزو سره مخ شو، چې د هغه د بديل په تړاو ډېر لوبغاړي ولوبول شو، خو بديل يې پېدا نه شو.

خو د زمبابوې په وړاندې په لوبه کې چې رحمان الله ګربز په لومړي ځل د افغانستان استازولي وکړه، نو يې ثابته کړه چې په لنډ فارمېټ کرکټ کې به د افغانستان لپاره ډېر ښه وځلېږي او د محمد شهزاد تشه به ډکه شي.رحمان الله ګربز ۱

۱۷ کلن رحمان الله ګربز د افغانستان اې لوبډلې، نولس کلنو لوبډلې، بوست زون، کابل بازان، خوست ۱۷ کلنو لوبډلې او مس عينک نايټس لوبډلو کې لوبېدلی او هر چرته يې ځان ښکاره کړی دی.

نوموړي د زمبابوې پر وړاندې د پيل توپوهنې ته راووت، چې ډېره ذمه واره او په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه، نوموړي د ۲ شپږيزو او ۵ څلوريزو پر مټ په ۲۴ توپونو باندې ۴۳ منډې وکړې.

همدا راز د زمبابوې يو مهم توپوهونکی مسکدزا يې رن اوټ کړ، چې د افغانستان لپاره مهمه ويکټ وه او ويليمس کېچ يې هم ونيوه، چې هغه هېڅ منډه جوړه نه کړای شوه.رحمان الله ګربز ۳

د پرونۍ لوبې په ليدو ښکاره کېږي چې رحمان الله ګربز به په لنډ فارمېټ کې د افغانستان لپاره د توپوهنې او ويکټ ساتنې په برخه کې ډېر ښه ثابت شي.

ځوانو لوبغاړو ته همداسې چانسونه ورکول به د افغانستان لوبډله نوره هم پياوړې کړي، بايد چې د هغه ټولو پخوانيو لوبغاړو په ځای همداسې نوي لوبغاړي مېدان ته راوویستل شي، تر څو د افغانستان لوبډله د ټولو سترو لوبډلو لپاره يوه خطرناکه او نه ماتېدونکې لوبډله ثابته شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …