کورپاڼه / خپلواک / اصغر افغان: غيور ولس او اتلانو ته دې دغه ستره بريا مبارک وي
اصغر افغان

اصغر افغان: غيور ولس او اتلانو ته دې دغه ستره بريا مبارک وي

خپلواک وېبپاڼه (١١ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ لوبډله نن له هند نه بېرته هېواد ته راستنه شوه، چې په هند کې يې له ايرلېنډ سره د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړه او د ٢-١ سره يې دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

د لوبډلې له بېرته راستنېدو سره سم په کرکټ بورډ کې د لوبډلې لپاره يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په ياده غونډه کې د لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وويل، چې د دوى د برياوو لړۍ به دوام ولري.

په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزي هم ټولو ته مبارکي ورکړه او وې ويل چې ملي لوبډله په دغه سياليو کې ډېره ښه وځلېده.

لطف الله ستانکزي په خپلو خبرو کې وويل: ((افغان لوبغاړي د اماراتو له تمريناتي او روزنيز کمپ وروسته دا ده ډېر ښه وځلېدل او هيله ده چې دوى همدا ډول برياو او وياړونو ته دوام ورکړي او د نړيوال جام لوبو او د اسيا جام لوبو کې هم ښه وځلېږي.))

له هغه وروسته د لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان دا يوه ستره بريا ياده کړه او ټولو هېوادوالو ته يې مبارکي ورکړه. هغه همدا راز وويل چې ټول غيور ولس او اتلانو ته دې دغه ستره بريا مبارک وي او انشا الله همدا ډول به د برياو لړۍ دوام ولري.

اصغر افغان همدا راز وويل چې د متحده عربي اماراتو روزنيز کمپ د لوبغاړو په روزنه کې ډېر اغېزناک رول درلود، چې خپلې سيالې لوبډلې ته مو د ٢-١ په توپير ماتې ورکړه، له دې وروسته به کابل کې او بيا به له هغه وروسته په سويلي افريقا کې هم روزنيز کمپونه ترسره کړو او د پلان سره سم به مخکې ځو.

د يادولو ده چې افغانستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ايرلېنډ ته په ١١ او په دويمه کې په ٢١ منډو ماتې ورکړه، خو په دريمه لوبه کې بيا ايرلېنډ په سوپر اور کې بريا خپله کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …