کورپاڼه / خپلواک / کندهار کې د رازق شهيد په نوم کرکټ لوبغالى جوړېږي
سپين بولدک لوبغالى

کندهار کې د رازق شهيد په نوم کرکټ لوبغالى جوړېږي

خپلواک وېبپاڼه (١٢ مارچ ٢٠٢٠): د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان کرکټ بورډ د يو کرکټ لوبغالي لپاره ځمکه ځانګړې کړې ده، چې دغه کرکټ لوبغالى به د ستر پاسوال عبدالرازق شهيد په نوم جوړ شي.

د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه په خپور کړي راپور کې ويلي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ تر څارنې لاندې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ستر پاسوال عبدالرازق شهيد په نوم د جوړېدونکي لوبغالي لپاره د ځمکې د ځانګړې کولو چارې بشپړې او اسناد يې له ټولو قانوني پړاوونو تېر شول.

په دغه راپور کې د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي له خولې ليکل شوي دي، چې هغه د جنرال تادين خان، د دغه ولايت د پانګوالو او سوداګرو نه مننه کړې ده او همدا راز له ټاکل شوي پلاوي يې هم مننه کړې ده چې دغه ځمکه يې ځانګړې کړې دې او په وېنا يې ډېر ژر به په دغه لوبغالي کار پيل شي.

فرهان يوسفزي له قوله په دغه راپور کې ليکل شوي: ((کرکټ په هېواد کې د سولې پېغام خپروي او د سولې په ډګر کې يې ډېر مهم رول لوبولى دى، نو په همدې بنسټ غواړو څو له يوه لوري مو د سولې لپاره اغېزناک کار کړى وي او له بل لوري به په دې سره د شهيد ستر پاسوال عبدالرازق نوم هم ژوندى پاتې شي، ځکه نوموړى د هېواد يو رښتينى اتل دى.))

د کرکټ لوبغالي له ځانګړې شوې ساحه

دغه ٣٠ جريبه ځمکه چې د لوبغالي لپاره ځانګړې شوې ده د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ تر څارنې لاندې به جوړ شي او د کندهار ولايت سوداګر او پانګوال به يې په جوړولو کې مرسته وکړي.

خو د يادونې وړ خبره دا ده چې د دغه لوبغالي د کار پيلېدو په اړه او همدا راز په څومره وخت کې به جوړ شوي، هېڅ نه دي ويل شوي.

د يادولو ده چې کرکټ بورډ تر دې مخکې هم په ډېرو ولايتونو کې د کرکټ لوبغالو د جوړولو پرانيستې کړې دي، خو له کلونو تېرېدو وروسته هم پرې کار نه دى پيل شوى او که په ځينو کار ترسره شوى هم دى، نو په نيمايي کې پاتې شوې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …