کورپاڼه / د پوستکي د خارښ لاملونه وپېژنئ
خارښ

د پوستکي د خارښ لاملونه وپېژنئ

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ مارچ ۲۰۲۰): د پوستکي خارښ یوه دېره حساسیتي ستونزه ده، چې د انسان روغتیا باندې بده اغېزه کوي. په دې لیکنه کې د انسان د پوستکي د خارښ ۷ لاملونه درښودل کېږي، چې باید په پام کې ونیول شي او د خپل پوستکي د روغتیا لپاره ترې مخنوی وشي.

په بدن کې د اوبو کموالی

د پوستکي خوشکي د پوستکي د خارښ یو عمده او ستر لامل ګڼل کېږي. هغه خوراکونه چې اوبه لري، خوړل یې له انسان سره مرسته کوي، چې د بدن خوشکي یې ختمه شي او پوستکی یې خارښ پیدا نه کړي.

د پوستکي ناروغي، چې درملنه یې نه ده شوې

که د پوستکي خارښ زیات وي او د خارښ پر مهال پوستکی پړسېږي او سور رنګ خپلوي او یا د پوستکي خارښ د شپې مهال ډېر څرګندېږي، نو بیا دا پوستکي کومه ناروغي، چې باید درملنه یې وشي.

الرژيکي عوامل

د پوستکي د خارښ یو لامل هم ښيي الرژیکي عوامل وي. که چېرته له خفیف خارښ سره مخ یئ، نو سبب یې معلوم کړئ، مثلا لمر سره حساسیت لرئ، یا که مو پوستکی ډېر لوند شي، نو بیا خارښ پیدا کوي، دغه وجې معلومې کړئ او بیا ترې ځان ساتئ یا هم د ځان درملنه وکړئ او د ډاکټر مشورې عملي کړئ.

روحي ستونزې او ذهني فشار

کله چې انسان ډېر رواني ستونزو سره مخ وي، مضطرب وي او ذهناً جوړ نه وي، نو بیا شیمايي مواد پر پوستکي باندې د خارښ د پیدا کېدلو په ډول اغېز ښندي. که چېرته په خپل سر باندې د پوستکي د خارښ لپاره درمل وخورئ او استعمال یې کړئ، نو د پوستکي د خارښ په تسکینولو باندې دغه درمل هیڅ اغېزه نه لري، ځکه خو باید په داسې یو حالت کې ډاکټر ته مراجعه وشي او د ځان معاینات ترسره او د ډاکټر په مشوره دې عمل وشي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

روبوټ

یو کوچنی مقناطیسي روبوټ، چې د بدن زیانمنې برخې ته درمل رسوي

اوس مهال د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې په دې اړه ډېرې هڅې روانې …