کورپاڼه / خپلواک / کورونا ويروس؛ د هند او سويلي افريقا لوبو کې به خلک مېدانونو ته نه پرېښودل کېږي
ډي کوک او ويراټ کوهلي

کورونا ويروس؛ د هند او سويلي افريقا لوبو کې به خلک مېدانونو ته نه پرېښودل کېږي

خپلواک وېبپاڼه (١٢ مارچ ٢٠٢٠): په هند کې د کورونا ويروس ٦٠ مثبتو پېښو ثبتېدو وروسته د هند حکومت پرېکړه کړې ده چې په لويو غونډو بندېز ولګوي، چې په دې لړ کې به اوس د هند او سويلي افريقا وروستۍ دوه لوبې په خالي مېدانونو کې ترسره شي.

د کورونا ويروس چې د چين له ووهان ښار څخه خپور شوى دى، اوس په يوې نړيوالې وبا بدل شوى دى او تېره ورځ د روغتيا نړيوال سازمان هم په دې اړه اعلان وکړ.

دغه ويروس چې د نړۍ تقريباً ډېرو هېوادونو ته رسېدلى او تر ١٢٠ زره زيات کسان پرې اخته شوي دي، د لوبو ستر ليګونه يې هم له ځنډ سره مخ کړي دي.

د سويلي افريقا او هند ترمنځ نن د ٣ يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه د باران يا لوند پچ له امله ترسره نه شوه او دوه نورې وروستۍ لوبه به يې په خالي مېدانونو کې ترسره شي.

د هند ځينو رسنيو د هند کرکټ بورډ مسوولينو په حواله ويلي دي، چې د حکومت له پرېکړې سره سم، د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر به د هند او سويلي افريقا لوبو ته د کرکټ مينه والو نه پرېښودل کېږي او دغه دواړه لوبې به په تشو مېدانونو کې ترسره شي.

د هند او سويلي افريقا ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه د مارچ په ١٥مه نېټه د لکنو په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي او دريمه يا وروستۍ لوبه به بيا د مارچ په ١٨مه نېټه د کلکتې په مشهور ايډن ګارډنز لوبغالي کې ترسره شي.

همدا راز د يادولو وړ ده چې په هند کې د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل هم د مارچ مياشتې په ٢٩مه نېټه پيلېږي، خو لا هم د هند کرکټ بورډ نړيوال لوبغاړي په تمه کېنولي دي او وېزې ورته نه دي ورکړل شوي.

داسې ويل کېږي چې يا خو به اى پي ايل سږ کال لغوه شي او يا به هم په خالي مېدانونو کې ترسره شي او خلک به يې يوازې په کورونو کې په ټلويزيونونو کې وګوري.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …