کورپاڼه / خپلواک / افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ټلويزيون جوړوي
فرهان يوسفزی

افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ټلويزيون جوړوي

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې د کرکټ په ژوندۍ بڼه نشرولو لپاره يو ټلويزيون جوړ کړي او په دې لړ کې يې عملي ګامونه هم پورته کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي له طلوع نيوز سره په خپله مرکه کې وويل، چې کرکټ بورډ د کرکټ لپاره يو ټلويزيون جوړوي، چې په دغه لړ کې يې عملي ګامونه پورته کړي دي.

د نوموړي په وينا: ((پرون مو له ولسمشر څخه امر واخيست، موږ خپل د کرکټ چېنل جوړو، موږ غواړو خپل خارجي او داخلي کرکټ خلکو ته په ژوندۍ بڼه وښايو.))

هغه همدا راز زياته کړه، چې دا د خلکو لپاره يو زېری دی او ژر تر ژره به يو ټلويزيون رامنځ ته کړي. نوموړي وويل چې په بوديجه، سټوډيو او نورو تخنيکي برخو کې يې کارونه پيل کړي دي او د ډونرانو پېدا کولو په هڅه کې هم دي. هغه همدا راز وويل، چې د کرکټ لپاره ټلويزيون جوړول ورته لومړيتوب لري.

نوموړي په دغه مرکه کې همدا راز د ښځينه کرکټ په تړاو وويل، چې هغه له تخنيکي کسانو سره خبرې کړې دي او د ښځو کرکټ لوبډله جوړوي. هغه وويل چې په ټولو زونونو کې کار کوي او د ښځو لوبډله به ژر جوړه کړي.

فرحان يوسفزي د کرکټ بورډ څخه د ۴۳ کسانو د ګوښه کولو په اړه وويل، چې دا يې شخصي شرکت نه دی، دا د ملت اداره ده او د هغه هڅه دا ده چې په اداره کې شفافيت راولي.

نوموړي د محمد شهزاد په تړاو وويل، چې هغه د کرکټ بورډ د ډيسپلين قانون مات کړی و او په همدغه اساس پرې د يو کال بندېز لګېدلی و. خو د راشد خان او محمد نبي د ټويټونو په تړاو نوموړي وويل، چې ټويټ په قرارداد کې له لوبغاړو سره نه دی ذکر شوی. هغه وويل چې په قراردادونو کې تغييرات راولي او له ټولو لوبغاړو سره به نوی قرارداد وکړي او دې ټولو شيانو ته به پکې پام وکړي.

هغه همدا راز دا يادونه هم وکړه چې په کرکټ به سياسي لاسوهنې پای ته رسوي او ټوله اداره به د پرمختګ په لور بوځي. نوموړي وويل چې د لوبغاړو په برخه کې ځانګړی پام کوي او هېوادوالو وليدل چې په بنګله دېش کې د افغانستان ملي لوبډله څومره وځلېدله.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …