کورپاڼه / خپلواک / کورونا ويروس؛ د کرکټ سترې سيالۍ لغوه شوې
کرکټ سترې سيالۍ

کورونا ويروس؛ د کرکټ سترې سيالۍ لغوه شوې

خپلواک وېبپاڼه (١٣ مارچ ٢٠٢٠): په نړۍ کې په چټکۍ سره خپرېدونکى کورونا ويروس چې د نړيوالې وبا شکل يې خپل کړى دى، په لومړي ځل يې د کرکټ سترې سيالۍ هم له ځنډ سره مخ کړي.

په پيل کې د هند کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دوى د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سيالۍ د کورونا ويروس له امله په ټاکلې نېټه (د مارچ ٢٩مه) نه ترسره کوي او دا سيالۍ به د اپريل په ١٥مه نېټه پيل شي.

تر دې مخکې بيا د اسټراليا ښځينه لوبډلې د سويلي افريقا هېواد ته له تګ ډډه وکړه او د اسټراليا او سويلي افريقا د ښځينه لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ او درې شل اوريزې سيالۍ لغوه اعلان شوې.

همدا راز د انګلستان لوبډله چې سريلانکا کې ده او هلته يې د سريلانکا سره دوه ټېسټ سيالۍ ترسره کولې، هم نن دغه سيالۍ لغوه اعلان کړې.

د هند او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ سيالۍ په هند کې ترسره کېدې، چې لومړۍ سيالي يې د لوند لوبغالي له امله ترسره نه شوه او ويل کېدل چې وروستۍ دواړه لوبې به يې په تشو مېدانونو کې ترسره شي، خو اوس دغه سيالۍ هم لغوه اعلان شوې.

بل لوري ته د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په اسټراليا کې د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ نن پيل شوه، چې دا لومړنۍ نړيواله لوبه وه چې په تش مېدان کې ترسره شوه او د لوبې ليدو ته هېڅ مينه وال پرې نه ښودل شي.

همدا راز د پاکستان د سند ايالت اعلى وزير پرون اعلان کړى و، چې دوى به د پاکستان سوپر ليګ سياليو ترسره کېدو ته اجازه ورکړي، خو له دې وروسته به په تشو يا بندو لوبغالو کې دغه سيالۍ ترسره شي او هيچا ته به هم اجازه ور نه کړي چې لوبغالو ته ورشي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …