کورپاڼه / خپلواک / سارو ګنګولي: موږ ته د خلکو روغتيا تر هر څه مهمه ده
سارو ګنګولي

سارو ګنګولي: موږ ته د خلکو روغتيا تر هر څه مهمه ده

خپلواک وېبپاڼه (١٣ مارچ ٢٠٢٠): د هند کرکټ بورډ يا BCCI مشر سارو ګنګولي وايي، چې دوى ته تر هر څه د خلکو روغتيا مهمه ده او له همدې امله يې اى پي ايل شاته کړ.

د هند کرکټ بورډ نن په يوه پرېکړه کې اعلان وکړ، چې د هند تجارتي ليګ چې د مارچ په ٢٩مه نېټه پيل کېده، د کورونا ويروس له امله يې د پيل تاريخ وځنډېده او اوس به د اپريل په ١٥مه نېټه پيل شي.

پرون د هند کرکټ بورډ ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي و، چې د اى پي ايل ترسره کېدو لپاره دوى سره دوه لارې دي، چې يوه يې په تشو مېدانونو کې د اى پي ايل لوبې ترسره کول او دويمه اى پي ايل ځنډول، خو په وېنا يې، چې دوى به له حکومت سره تر ناستې وروسته دا پرېکړه وکړي.

د اى پي ايل ځنډېدو په اړه د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ ته د خلکو روغتيا تر هر څه ډېره مهمه او اوليت لري.

هغه زياته کړه، موږ نه پوهېږي چې راتلونکې که څه پېښېږي، اوس د هغې په اړه څه ويل به له وخت مخکې وي، که موږ وړتيا ولرله نو د اپريل په ١٥مه به حتماً اى پي ايل پيل کړو.

بل لوري ته د هند کرکټ بورډ د هند او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ روان د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم لغوه اعلان کړه، تر دې مخکې ويل شوي و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ راتلونکې لوبې به په تشو مېدانونو کې ترسره شي، خو اوس دغه لوبې لغوه شوې.

همدا راز انګلستان او سريلانکا هم دوه ټېسټ لوبې ترسره کولې، چې د کورونا ويروس له امله لغوه اعلان شوې.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …