خپلواک وېبپاڼه (١٥ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دويمه شل اوريزه لوبه ډېره په زړه پورې او خوندوره ترسره شوه، چې د محمد نبي په زړه پورې توپوهنې او د مجيب الرحمان د خوندورې توپ اچونې له امله افغانستان په ٢٥ منډو د بنګله دېش لوبډله ماته کړه.
د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې په درې اړخيزه شل اوريزه سياليو کې نن د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبه ترسره شوه. په پيل کې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى توپوهنې ته راووتل، خو د لوبې په لومړي توپ رحمان الله ګربز خپله ويکټه له لاسه ورکړه، همدا راز حضرت الله ځاځي هم يوازې ١ منډه ترلاسه کړه او داسې د افغانستان د پيل دواړه توپوهونکي ناکامه شو.
ورپسې نجيب ترکي هم د ١١ منډو ترلاسه کولو وروسته په باونډرۍ کېچ ورکړ او له مېدانه بهر شو. نجيب الله ځدراڼ هم يوازې ٥ منډې وکړې او وسوځېده.

له هغه وروسته اصغر افغان او محمد نبي ښه توپوهنه پيل کړه او د افغانستان منډې يو څه زياتې کړې، چې وروسته بيا اصغر افغان د ٤٠ منډو ترلاسه کولو وروسته خپله ويکټه له لاسه ورکړه، همدا راز ګلبدين نايب بيا يوازې دوه توپونو ته مخامخ شو او په صفر وسوځېده. خو محمد نبي ډېره توپاني توپوهنه ترسره کړه او د ٧ شپږيزو او ٣ څلوريزو په وهلو سره يې په ٥٤ توپونو ٨٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٤ منډې وکړې او د بنګله دېش لوبډلې ته يې د ١٦٥ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش له لوري ليتون داس او مشفيق الرحيم توپوهنې ته راووتل، خو د افغانستان له لوري له سخت او توپاني بالنګ سره مخامخ شو. د بنګله دېش د پيل توپوهونکى ليتون داس د مجيب الرحمان په توپ باندې نجيب ترکي کېچ کړ، چې هېڅ منډه يې نه وه ترلاسه کړې، همدا راز ورپسې مشفيق الرحيم بيا فريد احمد وسوځاوه، چې يوازې پنځه منډې يې ترلاسه کړې وې.
شکېب الحسن بيا د بيا د مجيب الرحمان ښکار شو، چې راشد خان کېچ کړ، هغه ١٥ منډې ترلاسه کړې وې، څلورم لوبغاړى هم د مجيب الرحمان له خوا وسوځېده، هغه سوميه سرکار و چې هېڅ منډه يې نه وه کړې. بنګله دېش د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢ منډې کړې وې.

له هغه وروسته محمودالله او شبير رحمان په مېدان ودرېدل او دواړو د بنګله دېش منډې ٩٠ ته ورسولې، چې ښه ملګرتيا يې ترسره کړه، خو محمودالله ٤٤ منډې ترلاسه کړې وې، چې ګلبدين ښکار کړ، هغه د ګلبدين په توپ باندې نجيب ترکي کېچ او له مېدانه بهر کړ.
ورپسې د بنګله دېش په ٩٥ مجموعي منډو شبېر رحمان هم د مجيب الرحمان په توپ باندې ګلبدين نايب کېچ او توپوهنه يې پاى ته ورسېده، عفېف حسېن بيا ګلبدين نايب ښکار کړ، هغه يوازې ١٦ منډې ترلاسه کړې وې.
له هغه وروسته د بنګله دېش د لوبې د ګټلو هيلې پاى ته ورسېدې او يوازې دا هڅه يې پيل کړه، چې لوبه په کمو منډو وبايلي، محمد سېف الدين راشد وسوځاوه، مصدق حسېن هم د راشد په توپ وسوځېده او مستفيزالرحمان چې هڅه يې کوله په وروستيو کې تېزه لوبه وکړي، د فريد احمد په توپ شفيق الله شفق کېچ کړ.

بنګله دېش په ١٩.٥ اورونو کې ١٣٩ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړل. افغانستان په ٢٥ منډو بريا خپله کړه.
د افغانستان له خوا مجيب الرحمان ٤، راشد خان ٢، ګلبدين نايب ٢ او فريد احمد هم ٢ لوبغاړي وسوځول.
د تېزې او توپاني توپوهنې له امله محمد نبي ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.
د يادولو ده چې تر دې مخکې افغانستان زمبابوې ته په ٢٨ منډو ماته ورکړې وه، چې په درې اړخيزه سياليو کې يې دا دويمه بريا شوه. له دې وروسته به يوه لوبه له زمبابوې او بله بيا هم له بنګله دېش سره ترسره کوي.