کورپاڼه / ټرمپ په امریکا کې د یکشنبې ورځ د دعا ملي ورځ اعلان کړه
ډونالډ ټرمپ

ټرمپ په امریکا کې د یکشنبې ورځ د دعا ملي ورځ اعلان کړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۴ مارچ ۲۰۲۰): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کورونا ویروس د پرمختګ له امله سبا یکشنه (د مارچ ۱۵مه نېټه) په امریکا کې د دعا ملي ورځ اعلان کړه.

ډونلډ ټرمپ چې ویلي یې وو، چې کورونا ویروس په امریکا کې اوږد نه شي پاتې کېدای او امریکایان دې د یاد ویروس له امله اندېښې نه کوي، پرون یې په امریکا کې بېړنی حالت اعلان کړی و، دغه راز نن یې په امریکا کې د راتلونکې ورځ (یکشنبه) چې په امریکا کې د رخصتۍ ورځ ده، د دعا ملي ورځ اعلان کړه او له خلکو یې غوښتي دي، چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره دعاګانې وکړي او په یاد ویروس باندې د ککړو کسانو لپاره بېړنۍ شفاء وغواړي.

په امریکا کې تر دې مهاله ۹۲۰ تنه په کورونا ویروس ککړ شوي دي او څه کم ۴۱ تنو د یاد ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په امریکا کې د کورونا ویروس پېښې په دې وروستیو ورځو کې زیاتې شوې دي او دغه ویروس ګڼو امریکایانو ته سرایت کړی دی او اټکل کېږي، چې یاد ویروس به ډېرو نورو امریکایانو ته هم سرایت وکړي.

څه موده مخکې د پوهنتون یوه پروفیسور اټکل کړی و او ویلي یې وو، چې ښيي ۹۶ میلیونه امریکایان په روان کال کې په کورونا ویروس باندې ککړ شي.

کورونا ویروس په چین کې د لومړي ځل لپاره کشف شو او په بېساري ډول دغه ویروس په چین کې پرمختګ وکړ او په لسګونو زره کسان پرې ککړ شول، اوس په چین کې د یاد ویروس په پېښو کې کموالی راغلی دی، خو په نورو هېوادونو کې په ځانګړې توګه د اروپا په ځينو هېوادونو کې او په ایران او څو نورو ختيځو هېوادونو کې په خورا چټکۍ سره یاد ویروس خلکو ته لېږدول کېږي او مثبتې پېښې یې ورځ پر ورځ په زیاتېدو دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه خاوند او ماشوم

څنګه د ماشومانو د موبايل کارولو وخت را کم کړو؟

نن سبا ټابلیټ او ځیرک موبایلونه مخ په ډېرېدو دي یا داسې یې وګڼئ، چې …