کورپاڼه / کورونا ويروس؛ د ټېکنالوژۍ کومو شرکتونو ګټه وکړه؟
نېټ فليکس

کورونا ويروس؛ د ټېکنالوژۍ کومو شرکتونو ګټه وکړه؟

خپلواک وېبپاڼه (١٥ مارچ ٢٠٢٠): د کورونا ويروس له امله که څه هم نړيوال اقتصاد په ډېرې سستۍ سره روان دى، خو بل لوري ته د ټېکنالوژۍ ډېرو شرکتونو پکې ګټه هم وکړه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په نړۍ کې د کورونا ويروس خپرېدو سره ډېر ټولنيز او اقتصادي بدلونونه هم راغلل، لوى او واړه شرکتونه اوس په دې مجبوره شوي دي چې خپلو کارکوونکو ته ووايي چې له کورونو کار وکړئ، په يو ښار او نږدې اوسېدونکي خپل خپلوان هم اوس د يو بل سره د اړيکو لپاره يوازې انټرنېټ کاروي.

په يوه راپور کې ويل شوي دي، چې اروپايي هېواد ايټاليه، چې له کورونا ويروس ډېر اغېزمن شوى دى، د وټساپ او ميسجونو کارول پکې ٢٠ سلنه ډېر شوي دي، همدا راز د سکايپ کارول بيا سل سلنه زيات شوي دي.

په يو شمېر هېوادونو کې تعليمي ادارې بندې دي او اوس د تعليم لپاره ډيجيټل لارې کاروي، همدا راز د کاروباري او دفتري ناستو لپاره هم ويډيويي کنفرانس ته پام اوښتى دى.

که څه هم په ټوله نړۍ کې تګ راتګ، ټولنيز او اقتصادي چارې له ځنډ سره مخ دي، خو د ټېکنالوژۍ کارونې زياتېدو سره يو شمېر شرکتونو ته ګټه هم ډېره رسېدلې ده.

د ويډيويي کنفرانس لپاره سافټوېر زوم جوړونکي شرکت ته په دې ورځو کې ډېره ګټه رسېدلې ده، د ويډيويي کنفرانس لپاره د دوى د سافټوېر کارونه او اخيسته بېخي ډېره شوې ده.

همدا راز ګوګل او مايکروسافټ هم د ويډيويي کنفرانس او په ژوندۍ بڼه د خلکو د يو ځاى کولو خدمات په وړيا ډول وړاندې کوي، په تعليم او نورو کارونو کې د موبايل اپليکېشنو کارول هم بېخي زيات شوي دي.

په ډېرو هېوادونو کې تر ډېره خلک په کورونو کې بند دي او د تفريح يا ساتېرۍ لپاره هم خلک د انټرنېټ په لوري ډېر روان دي، د ټېکنالوژۍ پوهان وايي، چې په دې برخه کې يوټيوب، هولو او نېټ فلېکس په څېر لويو شرکتونو د اعلانونو په برخه کې څو چنده زياتې پېسې ترلاسه کوي.

په نړۍ کې د انټرنېټ د رسونې د حقونو لپاره کارکوونکې ټولنه ايکسيس ناو وايي، چې د کورونا په چټکۍ سره خپرېدو سره د انټرنېټ اهميت او ضرورت هم زيات شوى دى، په دې برخه کې بايد غريبو خلکو ته ازانه انټرنېټ ورکړل شي.

د ټېکنالوژۍ پوهان وايي، چې په دې حالاتو کې د دفتري کارونو او تعليمي ادارو د روان ساتلو لپاره د ټېکنالوژۍ کارونه زياته شوې ده او ډېره برخه کې شيان خلکو ته نه رسېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

سکاټلینډ لومړنی هیواد شو چې ښځو ته د حیض پر مهال د اړتیا وړ توکي وړیا ورکوي

د سکاټلیند پارلمان ویلي چې د ټول هیواد ښځو ته دې د حیض پر مهال …