کورپاڼه / خپلواک / افغانستان په نړيوال کرکټ کې نوی ريکارډ جوړ کړ
افغانستان لوبډله

افغانستان په نړيوال کرکټ کې نوی ريکارډ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (۱۶ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ لوبډله که څه هم د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو يې دومره وخت نه کېږي، خو يو شمېر ستر ريکارډونه يې په خپل نوم کړي دي، همدا راز افغان لوبغاړو هم ډېر ريکارډونه جوړ کړي او د سترو لوبغاړو په نومونو کې يې ډېری ځل لومړي مقامونه خپل کړي دي، خو تازه افغانستان په نړيوال شل اوريزو لوبو کې ټولې لوبډلې شاته پرېښودې او نوی ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې پرلپسې ۱۲ لوبې ګټلي دي او دا ريکارډ يې په خپل نوم کړی دی، همدا راز د ۱۱ لوبو پرلپسې ګټلو ريکارډ هم افغانستان درلود، چې افغان لوبډلې خپل ريکارډ مات او نوی ريکارډ يې جوړ کړ.زياتې پرلپسې لوبې ګټل

تر دې مخکې افغانستان د ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۷ پورې ۱۱ شل اوريزې لوبې په پرلپسې ګټلې وې، چې په دغه دوران کې يې هېڅ لوبه نه وه بايللې، خو خپله ۱۲مه لوبه يې بايلوده او ريکارډ يې يوازې د ۱۱ لوبو د پرلپسې ګټلو شو.

خو د ۲۰۱۸ څخه بيا تر ۲۰۱۹ پورې افغانستان پرون بنګله دېش لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپل دغه پخوانی ريکارډ مات او د ۱۲ شل اوريزو لوبو د پرلپسې ګټلو نوی ريکارډ يې په خپل نوم کړ.پرلپسې ډېرې لوبې ګټل

د يادولو ده چې په دغه ليسټ کې تر افغانستان وروسته د پاکستان لوبډله په دریم مقام ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې يې پرلپسې ۹ لوبډلو کې بريا خپله کړې ده. همدا راز د انګلستان لوبډلې بيا د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په ۸ پرلپسې شل اوريزو لوبو کې بريا خپله کړې وه او ايرلېنډ لوبډلې بيا په ۲۰۱۲ کال کې ۸ پرلپسې شل اوريزې لوبې ګټلې وې.

همدا راز د يادولو ده چې افغانستان په شل اوريزو لوبو کې بنګله دېش ته هم په پرلپسې ډول ۴ ماتې ورکړي دي، له بنګله دېش سره افغانستان ټولې پنځه شل اوريزې لوبې ترسره کړي، چې په لومړۍ لوبه کې يې ماته خوړلې او ورپسې څلور لوبو کې يې بيا بنګله دېشۍ لوبډله ماته کړې ده، چې وروستۍ لوبه يې پرون ترسره شوه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …