کورپاڼه / خپلواک / اليکس هيلز له پاکستان نه ځان سره کورونا وړې ده
اليکس هيلز

اليکس هيلز له پاکستان نه ځان سره کورونا وړې ده

خپلواک وېبپاڼه (١٧ مارچ ٢٠٢٠): د انګلستان کرکټ ملي لوبغاړى اليکس هيلز په کور کې کورنټين شوى دى، ځکه چې د يکشنبې په ورځ د هغه حالت خراب شوى او وايي، چې د برېتانيې حکومت د امر سره سم يې ځان په خپل کور کې کورنټين کړى دى.

نن د پاکستان سوپر ليګ نيمه پايلوبې ترسره کېدونکې وې، خو سهار د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې دغه لوبې نورې لغوه دي او نيمه پايلوبې او پايلوبه به ترسره نه شي.

همدا راز تر دې مخکې بيا تر لسو زيات هغه بهرني لوبغاړي چې په پاکستان سوپر ليګ کې لوبېدل، خپلو خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

په دغه کسانو کې بيا د اليکس هيلز په اړه خبرونه خپاره شو، چې په کورونا ويروس اخته دى، نوموړي د خپلې روغتيا په اړه په ټويټر کې ليکلي دي، چې غواړم د خپلې روغتيا په اړه تاسې سره معلومات شريک کړم.

هغه وايي، چې د پاکستان سوپر ليګ پرېښودو لپاره د هغه زړه نه کېده، خو کله چې کورونا ويروس نړيواله وبا اعلان شوه، نو هغه فکر وکړ چې په داسې حالت کې بايد له خپلې کورنۍ سره يو ځاى وي.

اليکس هيلز وايي، چې د شنبې په سهار زه انګلستان ته راورسېدم، نو بېخي روغ رمټ وم او په ما کې د کورونا هيڅ علامې نه وې، خو کله چې د يکشنبې په سهار له خوبه راويښ شوم، نو تبه مې وه، چې وروسته ما خپل ځان په کور کې کورنټين کړ.

هغه وايي چې زما د تبې سره سم وچ ټوخى هم دى، تر دې مخکې مې ټېسټ نه و کړى، خو اوس مې ټېسټ کړى دى.

د يادولو ده چې ځينو پاکستاني خبريالانو تر دې مخکې ويلي و، چې اليکس هيلز په کورونا اخته شوى دى او همدا لامل شو چې نن د پاکستان سوپر ليګ پاتې سيالۍ لغوه شوې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …