کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: که ښه ژوند وکړئ، يو ځل هم پوره دى
راشد خان

راشد خان: که ښه ژوند وکړئ، يو ځل هم پوره دى

خپلواک وېبپاڼه (١٨ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې نامتو ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې ژوند يو ځل دى، خو که يو ځل مو ښه ژوند وکړ، نو يو ځل هم پوره دى.

راشد خان په خپل ټويټر اکاونټ باندې خپل يو انځور خپور کړى دى او د خوندي، پاک او روغتيا تر هشټاګونو سره سم يې دا خبره هم ليکلې ده، چې ژوند يو ځل دى، خو که يو ځل مو ښه ژوند وکړ نو دا يو ځل هم پوره دى.


همدا راز راشد خان بيا يوه بله لنډه شان ويډيو هم خپره کړې ده، چې په خپله پکې سيخ کباب پخوي او د افغانستان محلي موسيقي رباب منګى هم ورته غږېږي.


له ويډيو څخه ښکاري چې هغوى چېرته په چکر تللي دي.

د يادولو ده چې ويل کېږي د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ شل اوريزو نړيوالو لوبو ترسره کولو وروسته نوموړى له لوبغاړو سره ګډ افغانستان ته نه و راغلى او په هند کې پاتې شوى و.

خو د هند کرکټ بورډ د کورونا ويروس له امله د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل لغوه اعلان کړى دى، که څه هم ويل کېږي چې ښايي اى پي ايل د اپريل په ١٥مه نېټه پيل شي، خو دا هم دقيقه نه ده، ځکه د هند کرکټ مسوولين وايي، دوى به حالاتو ته ګوري او هر وخت چې حالات سم شو، نو دوى به اى پي ايل هم پيل کړي.

بل لوري ته د کورونا ويروس له امله د کرکټ ټولې سترې او نړيوالې لوبې هم لغوه شوې دي، چې په وروستيو کې د پاکستان سوپر ليګ وروستۍ لوبې هم لغوه اعلان شوې.

د پاکستان سوپر ليګ دوه نيمه پايلوبې او يوه پايلوبه پاتې وه، خو په يوه بهرني لوبغاړي کې د کورونا ويروس د نښو معلومېدو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ دغه سيالۍ لغوه کړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …