کورپاڼه / خپلواک / څنګه د کرکټ بورډ چيرمېن او مافيا سره يو ځاى شوه؟
اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

څنګه د کرکټ بورډ چيرمېن او مافيا سره يو ځاى شوه؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ مارچ ٢٠٢٠): په کرکټ بورډ او د افغانستان ملي لوبډله کې تل د مافيا خبره کېږي، چې پيل يې د عاطف مشعل د چيرمېنۍ پر مهال شوى و، وروسته عزيزالله فضلي يې د ماتولو هڅه وکړه، خو هغه په خپله مات شو او بيا د نوي چيرمېن فرهان يوسفزي له راتګ وروسته بېرته قوي شوه.

د کرکټ بورډ مافيا په اصل کې هغه کسانو ته ويل کېږي چې غواړي هر څه په خپل لاس کې واخلي او د دوى هره خبره ومنل شي او د پرېکړو پر وړاندې يې هېڅوک ونه درېږي.

تل په اصغر افغان باندې دا نيوکې کېږي چې هغه مافيا ډله لري، چې مشري يې عاطف مشعل کوي.

عزيزالله فضلي په دې تکل کې و چې عاطف مشعل له کرکټ بورډ ليرې کړي او هغه په دې کار کې بريالى هم شو، چې وروسته يې بيا شفيق ستانکزى هم ليرې کړ، خو عاطف مشعل بېرته هڅې پيل کړې او د اجراييه رييس په ځاى يې خپل کس لطف الله ستانکزى راوسته او له هغه وروسته يې عزيزالله فضلي هم ليرې کړ او د هغه پر ځاى فرهان يوسفزى راغى.

وروسته که څه هم د عاطف مشعل او فرهان يوسفزي ترمنځ هم اړيکې خرابې شوې، خو خبره يو ځل بيا د هماغه پخوانۍ ډلې لاس ته لاړه.

اصغر افغان که څه هم له رسنيو او ټولنيزو رسنيو څخه ليرې ګرځي، خو تل په دې هڅه کې وي چې هېڅ يې هم له لاسه ونه وځي، خو لکه د تېر په څېر فرهان يوسفزى هم دې ته قايل کړ، که غواړي چې چيرمېن پاتې شي، نو له هغه سره دې لاس ورکړي او د هغه خبرې دې ومني.

فرهان يوسفزى چې په مياشت يا دوه مياشتو کې يو ځل کرکټ بورډ ته سر ورښکاره کوي، له کرکټ سره هېڅ بلدتيا نه لري او تر ټولو ستره لاسته راوړنه يې دا ده، چې کرکټ بورډ ته له راتګ وروسته يې خپل ځان په خلکو وپېژندلو او همدا راز د خپل فېسبوکپاڼه يې رسمي کړه او ټويټر اکاونټ يې جوړ کړ.

کله چې د کرکټ بورډ پرېکړې د اصولو پر ځاى جرګو او مرکو ته لاړې، نو خبره يو ځل بيا هماغه پخواني حالت ته ورسېده او د کرکټ هغه کسان، چې د مافيا په ډلې مشهور دي، هر څه يې يو ځل بيا په لاس کې واخيستل.

اوس حالت دې ته رارسېدلى دى، چې اجراييه رييس په دوبۍ باندې بند دى او پنځه ځلې هغه په دې نوم له کرکټ بورډ څخه تللى چې دوبۍ ته د کرکټ نړيوالې شورا غونډې ته ځي، خو هغه په خپل کور کې ناست وي.

همدا راز چيرمېن بيا په مياشت يا دوه مياشتو کې يو ځل کرکټ بورډ ته ځي او هلته له خلکو سره ويني او نور بيا په کرکټ بورډ کې نه ليدل کېږي.

هر څه يو ځل بيا د مافيا لاس ته لوېدلي دي او د دوى خوښه ده چې څوک په ملي لوبډله کې ولوبېږي، څوک په کرکټ بورډ کې وګمارل شي او څوک له دندو ليرې کړل شي.

ځکه د کرکټ بورډ چيرمېن چې د کرکټ په الف او ب هم نه دى خبر، هر څه يې يو ځل بيا همدغه خلکو ته پرېښودل او په خپله د ارام په ډېرۍ ناست ننداره يې کوي.

ليکوال : بېدار افغان

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …