کورپاڼه / خپلواک / کريم جنت نن په پاکستان کې واده وکړ
کريم جنت

کريم جنت نن په پاکستان کې واده وکړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي کريم جنت نن واده کړى دى او دغه واده يې په پاکستان کې کړى دى، ځکه چې کريم جنت او کورنۍ يې اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي.

که څه هم د کريم جنت د واده په اړه واضحه څه نه دي ويل شوي، خو په ټولنيزو رسنيو کې کريم جنت ته يو شمېر کسانو د واده مبارکي ورکړې ده.

دغه واده چې په پاکستان کې شوى دى، کريم جنت او نوره ټوله کورنۍ يې هم په پاکستان کې ژوند کوي او هلته يې واده هم په پاکستان کې په پټه کړى دى.

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو باندې تل دا نيوکې کېږي، چې په پاکستان کې اوسېږي او خپل کورونه افغانستان ته نه راوړي، خو لوبېږي بيا د افغانستان په نوم.

اصغر افغان، کريم جنت، محمد شهزاد، دولت ځدراڼ، رحمت شاه او داسې نور ډېر لوبغاړي دي چې کورونه يې اوس هم په پاکستان کې دي او هر کله چې د کرکټ لوبې وي، نو افغانستان ته راځي، که نه وي نو بيا دا ټول په پاکستان کې ژوند کوي.

کرکټ بورډ په دې اړه هېڅ ګام تراوسه نه دى پورته کړى، که څه هم څو څو ځل يې په رسنيو کې دا خبره وکړه، چې هغه لوبغاړي چې په پاکستان کې يې کورونه دي، په ملي لوبډله کې به ځاى نه ورکول کېږي، خو هېڅ لوبغاړي هم خپل کور پاکستان ته نه دى راوړى.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزى په مياشت يا دوه مياشتو کې يو ځل کرکټ بورډ ته ځي او نور د کرکټ بورډ له هېڅ خبرې نه دى خبر، چې په کرکټ بورډ کې څه روان دي او لوبغاړي يې چېرته دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …