کورپاڼه / د کورونا ويروس او جن + سي اړيکې؛ څوک بايد احتياط وکړي؟
اړيکې

د کورونا ويروس او جن + سي اړيکې؛ څوک بايد احتياط وکړي؟

خپلواک وېبپاڼه (٢١ مارچ ٢٠٢٠): نړۍ د کورونا ويروس سره لاس او ګرېوان ده، د نړۍ د نفوس يوه زياته برخه همدا اوس په کورونو کې بنده ده، ټول په خپلو کورونو کې اوسېږي او هېڅوک بيرون ته د وتلو جرئت نه کوي، په دې وخت کې متاهل (واده کړي) خلک او جوړې نو کېدی شي د ځان سره يو څه وېره ولري چې جن + سي اړيکې یې د کورونا ويروس سره کومه اړيکه ونه لري، ډېری خلک په دې هکله پوښتنې کوي چې نوی کورونا ويروس به د جوړو ترمنځ اړیکې څه ډول اغېزمنې کړي.

نوی کورونا ويروس د تنفسي لارو او اېنفېکتې ځايونو او شيانو (په ويروس ککړ شوي ځایونه او يا هم شيان، يا هم هغه شيان او ځايونه چې د ويروس سره يې تماس لرلی وي يانې په ويروس مبتلا کس د هغه ځای سره تماس نيولی وي) سره د تماس او نيږدې توب په صورت کې د يو کس يا یو ځای او شي څخه بل روغ انسان ته سرایت کولی شي، نو هغه جوړې او متاهلان چې اوس یې ځانونه په کورونو کې قلف کړي د جن + سي اړیکو په هکله هم تشويش کوي.

په دې هکله د واشنګټن په پوهنتون کې متخصص کارلوس روډريګوېز ډياز داسې وايي؛ دا چې نوی کورونا ويروس به د جن + سي اړیکې له لارې انتقال کېږي، يوه بې ثبوته خبره ده، هېڅ علمي څېړنه د دې ادعا ملاتړ نه کوي، خو يو ټکی چې مهم دی، دا دی چې د جن + سي اړيکې په وخت کې ښکلول او نور د خولې له لارې تماس عام کار دی، او دا کار د دې سبب کېدی شي چې د خولې له لارې دا ويروس انتقال شي.

د کولمبيا د پوهنتون د اېنکفېسيون د ناروغیو پروفيسوره جسيکا جسټمن هم په دې هکله ښاغلي کارلوس ته ورته نظر لري، د مېرمن جسيکا نظر دا دی؛ هېڅ علمي ثبوت نشته چې د جن + سي اړيکو له لارې دې دا ويروس يو روغ کس ته سرایت وکړي، خو په دې هکله بيا د مېرمن جسيکا فکر غوڅ دی، چې که خاوند يا مېرمن مو په نوي کورونا ويروس اخته وي بايد د هغه څخه فاصله ولرئ او هېڅکله ورته د يو مېتر څخه زيات نيږدې نه شئ، خو که په دواړو کې دا ويروس وي او جوړې د نورو خلکو سره خپل تماس پرې کړی وي نو بيا کولی شي د يو بل سره نېږدې وي او څنګه یې چې خوښه وي همغسې جن + سي اړیکې ونیسي، دا حتاً کولی شي د دوی لپاره يو ګټور کار وي، کېدی شي د دوی په خوشحالۍ او روحيه کې زيات والی راولي.

نو د پوهانو سپارښتنه دا ده که خاوند او مېرمن دواړه په نوي کورونا ويروس اخته وي، دوی کولی شي جن + سي اړیکې ونیسي، بېدون له دې څخه بايد د نوي کورونا ويروس د ناروغ سره زياته فاصله ولرو، ځکه تر ټولو ساده د تنفسي لارو او يا هم هغه شيانو ته د لاس وروړلو چې ناروغ لاس وروړي وي، روغ کس ته هم دغه ويروس انتقالولی شي.

د نوي کورونا ويروس د انسانانو ترمنځ په اړيکو منفي تاثير زيات کړی دی، په کورونو کې کرنټین شوې جوړې د يو بل څخه ورو ورو په تنګ راځي، د يو بل سره یې دعوې او دنګلې زياتېږي، دا داسې وخت دی چې دواړه تر بل هر وخت زيات يو بل ته اړتیا لري، په دې وخت کې يو بل ته ځانګړی پام کول حتمي دي، که يو کس ناروغ وي، په فوري ډول بايد له روغو کسانو څخه بېل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاه رخ خان

شاه رخ خان په نوي فلم کې د پلار او زوى دوه کردارونه ادا کوي

د هندي فلمونو مشهور هنرمند شاه رخ خان ډېر وخت وروسته په څو فلمونو کې …