کورپاڼه / د پښتورګو د ډبرو څلور لوی سببونه
پښتورګي

د پښتورګو د ډبرو څلور لوی سببونه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ مارچ ٢٠٢٠): د ملا د تير په دواړو څنګونو کې، دوه د يوې فاصليې شکل ته ورته پښتورګي لرو، د دوی دنده د وینې څخه د اضافي او مضرو موادو بېلول دي، دوی د وینې څخه دا مضر او اضافي مواد مثانې ته لېږي او له هغه ځايه د متيازو په واسطه د بدن څخه خارج کېږي، همدا ډول په ګوردو کې وينه پاکېږي او پاکه وینه بېرته بدن ته حواله کېږي.

که چېرته په پښتورګو (ګوردو) کې کومه ستونزه راپيدا شي نو دا مضر مواد په وینه کې ذخيره کېږي، په وينه کې ددې موادو سویه لوړیږي او په دې ډول د بیلابیلو ناروغیو سبب کېږي، کله چې همدا مواد له وجود څخه بهر نه شي نو تر ټولو ساده ضرر یې دا دى چې په بدن کې د مايعاتو حجم له اندازې څخه لوړېږي، لوړ حجم د فشار سبب کېږي، که ساده فکر مثال ورکړو، په يوه پيپ کې چې څومره اوبه زياتې شي همدومره د پيپ په دېوال فشار هم زياتېږي، همدا کار د رګونو سره هم کېږي، دا په ټولو نورو غړو په ځانګړي ډول په زړه تاثير کوي.

هيله ده د دې لنډو معلوماتو سره پوه شوي ياست چې ګوردې  يا پښتورګي مو څه دنده لري، د پښتورګو يو عمومي ستونزه دا ده چې پکې تيږې يا ډبرې پيدا کېږي چې دا بيا ناروغ په بېلابېلو ستونزو مبتلا کوي، د پښتورګو د ناروغیو مسله ډېره اوږده ده، موږ دلته صرف د ګوردو د تيږو څو مهم سببونه درته بیانوو.

١-: د شپې لخوا اوبه

نوې څېړنې ښيي چې د شپې لخوا په زياته اندازه اوبه څښل هم د پښتورګو د ډبرو سبب کېږي، که چېرې يو کس د شپې په غیرې مناسب ډول مخکې له خوب څخه زياتې اوبه وڅښي نو دا په راتلونکي کې هغه ته د پښتورګو د ډبرو په شکل بېرته راګرځي، په ياد راوړئ، مايعات په پښتورګو کې تصفيه کېږي، کله چې تاسې د شپې مخکې له خوب څخه په زياته اندازه اوبه وڅښئ او همغسې ویده شی، د دې اوبو يوه لويه برخه تر سهاره ستاسې په پښتورګو کې په تمه پاتې کېږي، او بلاخره دغلته د اوبو او نورو موادو ځینې مرکبات د ډېر انتظار وروسته د نورو عناصرو سره کيمياوي تعامل کوي او ډبرې ورڅخه جوړېږي.

٢-: کافي اوبه وڅښئ خو

په پښتورګو کې چې کله د وینې څخه اضافي مواد بېل شي نو په دې کې ځینې داسې عناصر شته چې حل شوي او ويلي شوي دي، د مختلفو سببونو له کبله لکه یو یې (د متيازو ډېر ساتل) دا حل شوي عناصر سره کرستال کېږي، کلکیږي او بلاخره ډبره ورڅخه جوړېږي، نو د يوې خوا پرېمانه اوبه د دوی د جوړېدو مخه نيسي او د دوی جوړښت نور هم نری کوي، خو له بلې خوا مهم ټکی دا دی چې کله مو پرېمانه اوبه وڅښلې، وروسته له دې مو چې متیازې تويې شوې، يا مو د متيازو کولو حس درغی نو بېدون له ځنډ څخه ولاړ شئ او متيازې وکړئ، ډېرې متيازې ساتل د دې سبب کېږي چې دغلته په پښتورګو کې د دغه اضافي موادو د تعاملاتو لپاره کافي وخت او شرایط برابر شي او بلاخره د پښتورګو يا ګوردو ډبرې جوړې شي.

٣-: کسليم او ويټامين ډي

په زياته اندازه کلسيم او ويټامين ډي هم د پښتورګو د تيږو سبب کېدی شي، کله چې په زياته اندازه ويټامين ډي ترلاسه کړو دا په ځانګړي ډول په ګرمو سیمو کې امکان لري، نو دا د دې سبب کېږي چې په کولمو کې د کلسيم او دې ته ورته نورو عناصرو هضم زيات شي، د دوی پروسه زیاته شي، دوی بلاخره ډېره برخه یې بايد د پښتورګو له لارې بيا د متيازو لارې ته حواله شي چې له وجود څخه بهر شي، په پښتورګو، کولمو او د متيازو په لارو کې د دې موادو زياتوالی په خپله د پښتورګو د تيږو سبب کېږي.

٤-: خواړه

دا چې تاسې کوم خواړه خورئ دا په پښتورګو کې د ډبرو د جوړېدو په برخه کې لوی تاثير لري، په پښتورګو کې د ډبرو د جوړېدو تر ټولو لوی سبب د کلسیم او اکسیالیک اسید د اندازې ډېر والی دی، د پښتورګو د ډبرو ۹۰ سلنه یې ددې دواړو د سرېښېدو له کبله رامنځته کېږي، اکسیالیک اسید هم د بدن د طرف څخه تولیدیږي، هم په نورو خوړو کې شتون لري او هم کله چې ويټامين سي ميتابوليزه کېږي نو په څنګ کې اکسیالیک اسید هم جوړېږي.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

برقي موټر

په څو دقيقو کې چارجېدونکې برقي موټرې جوړې شوې

د برقي موټرو د جوړېدو په تړاو هنډايي شرکت لوى پرمختګ کړى دى او داسې …