کورپاڼه / خپلواک / اصغر افغان: درې فارمېټونو کې کپتاني کول مشکل کار دى
اصغر افغان

اصغر افغان: درې فارمېټونو کې کپتاني کول مشکل کار دى

خپلواک وېبپاڼه (٢١ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وايي، چې په درې واړه فارمېټونو کې لوبډلمشري کول مشکل کار دى.

هغه په خپلو خبرو کې زياتوي، چې په شل اوريزو، پنځوس اوريزو او ټېسټ سياليو کې هر لوبغاړي ته کتل وي، چې کوم لوبغاړى په کوم فارمېټ کې ښه لوبېږي او دا هر څه کتل د يو کپتان لپاره مشکل کار دى.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان يوه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې د لوبډلمشرۍ په اړه هم خبرې کړې دي او وايي چې څنګه لوبغاړي لوبډلو ته انتخابوي.

هغه وايي، چې په کورنيو سياليو کې هم لوبغاړي ګوري او تر ډېره هڅه کوي چې په څو پړاوونو کې لوبغاړي وګوري چې په پرلپسې ښې لوبې کوي او که نه او له هغه وروسته يې بيا په کمپونو او نورو لوبډلو کې شاملوي.

موږ له دې وروسته بيا په خپل منځ کې لوبې کوو، همدا راز روزونکي هم وي، نو له هغه وروسته بيا په دې پرېکړه کوو چې لوبغاړى ملي لوبډله کې شامل کړو او که نه.

اصغر افغان همدا راز وويل، چې افغان لوبډله په ټېسټ کرکټ کې هم ډېره تکړه ده او په دې فارمېټ کې به ډېره ښه راتلونکې ولري.

هغه وايي، په خپله دويمه لوبه کې مو ايرلېنډ ته ماتې ورکړه چې هغه يوه تاريخي او ستره ماتې وه، همدا راز په بنګله دېش کې بيا د بنګله دېش لوبډلې ته په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکول هم اسان کار نه و.

اصغر افغان وايي، چې د کرکټ نړۍ دا وايي چې افغان لوبډله په شل اوريزو لوبو کې ښه لوبډله ده، خو زه وايم چې افغان لوبغاړي ټېسټ سياليو ته هم ډېر خوشحاله وي او نړۍ ته به ثابته کړي چې په ټېسټ لوبو کې ښه لوبډله ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …