کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ به د کريم جنت پر وړاندې ګام پورته کړي؟
کريم جنت

کرکټ بورډ به د کريم جنت پر وړاندې ګام پورته کړي؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ باندې تل دا نيوکې کېږي چې د لوبغاړو پر وړاندې د مور او مېرې چلند کوي، چې يوازې هغه لوبغاړي يې تر بندېزونو لاندې راځي، چې يا خو اړيکې نه لري او يا ورسره واسطه نه وي.

دا نيوکې وروسته له هغه يو ځل بيا ډېرې شوې، کله چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ورور کريم جنت انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شو، چې دوه ورځې مخکې يې په پاکستان کې واده کړى دى.

کريم جنت چې د ملي لوبډلې لوبغاړى دى، په فېسبوک کې يې ځينې انځورونه خپاره شوي دي، چې د پاکستانيو کلدارو امېل يې هم په غاړه کې دى او ويل کېږي چې په پاکستان کې يې واده کړى دى.

تر دې مخکې په محمد شهزاد باندې له دې امله بندېز ولګېده، چې هغه په پاکستان کې ليدل شوى و، همدا راز افتاب عالم باندې هم د کرکټ بورډ د اصولو نه د سرغړونې له امله يو کال بندېز لګېدلى و او شاوخوا يوه مياشت مخکې شفيق الله شفق هم له ورته حالت سره مخ شوى و، خو لا هم کرکټ بورډ د هغه په اړه نور څه نه دي ويلي.

ويل کېږي چې کرکټ بورډ يوازې د هغه لوبغاړو پر وړاندې قانون پلى کوي، چې پوهېږي هغوى زور نه لري او دوى ته تاوان نه شي رسولى.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ايا د کريم جنت پر وړاندې به کرکټ بورډ کوم ګام پورته کړي؟ که ډېر ورته وکتل شي خو ځواب به په نا کې ځکه وي، چې کريم جنت د اصغر افغان ورور دى او اصغر افغان نه د کرکټ بورډ چيرمېن او اجراييه رييس دواړه ويرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزى په خپله په مياشت يا دوه مياشتو کې يو ځل کرکټ بورډ ته ورځي او نور نه په کرکټ پوهېږي او نه په کرکټ بورډ کې څه روان دي، له هغې خبر وي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …