کورپاڼه / خپلواک / کورونا ويروس د پاکستان سوپر ليګ ته ٢٠٠ ميليونه تاوان رسولى
پاکستان سوپر ليګ

کورونا ويروس د پاکستان سوپر ليګ ته ٢٠٠ ميليونه تاوان رسولى

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): د پاکستان سوپر ليګ يا پي ايس ايل ته کورونا ويروس ٢٠٠ ميليونه روپۍ تاوان رسولى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ اجراييه رييس وسيم خان وايي، چې پي ايس ايل ٥م ته کورونا ويروس ٢٠٠ ميليونه روپۍ تاوان وررسولى دى.

وسيم خان چې په لاهور کې يې له رسنيو سره خبرې کولې، وويل چې په ٢٠٠ ميليونه روپيو تاوان کې د پاکستان کرکټ بورډ او ګېټمني تاوان هم شامل دى.

وسيم خان په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د پاکستان او بنګله دېش سياليو لغوه کېدلو هم له ٣ نه تر ٤ ميليونه ډالرو پورې تاوان رارسولى دى، چې په اړه په يې بشپړ معلومات ژر له رسنيو سره شريک شي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييه رييس همدا راز وويل، چې د پي ايس ايل وروستيو لوبو ترسره کولو لپاره يې اوس هم خبرې روانې دي، دغه لوبې به په نومبر مياشت کې او يا هم د راتلونکي پي ايس ايل ٦م پړاو نه يوه اونۍ مخکې ترسره شي، موږ په دې اړه د لوبډلو له مالکانو سره په اړيکه کې يو.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د پاکستان سوپر ليګ وروستۍ سياليو اول ځل بدلې شوې او يوازې نيمه پايلوبو او پايلوبې ته محدودې شوې، خو په کومه ورځ چې نيمه پايلوبې ترسره کېدونکې وه، په هماغه ورځ دغه سيالۍ لغوه اعلان شوې.

د پاکستان سوپر ليګ نيمه پايلوبې د مارچ په ١٧مه او پايلوبه د مارچ په ١٨مه نېټه ترسره کېدونکې وې.

که څه هم د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ په تشو مېدانونو کې ترسره کېدې، خو د پاکستان کرکټ بورډ مسوولينو په وېنا، په بهرنيو لوبغاړو کې د کورونا ويروس نښو له راښکاره کېدو وروسته دوى پاتې سيالۍ لغوه کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، که چېرته کرکټ …