کورپاڼه / خپلواک / کورونا ويروس؛ د سريلانکا لوبغاړي کمار سنګاکارا هم ځان کرنټين کړ
کمار سنګاکارا

کورونا ويروس؛ د سريلانکا لوبغاړي کمار سنګاکارا هم ځان کرنټين کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): د کورونا ويروس له امله د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د اېم سي سي مشر کما سنګاکارا هم له لندن نه بېرته خپل هېواد ته په ستنېدو ځان کرنټين کړى دى.

له لندن نه بېرته هېواد ته ستنېدو سره سم کمار سنګاکارا د ځان د کرنټين کولو په اړه وويل، چې هغه کې د کورونا ويروس هېڅ نښې نشته، خو بيا هم د حکومت د لارښوونو سره سم يې ځان کرنټين کړى دى.

هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې يوه اونۍ مخکې له لندن څخه هېواد ته راستون شوم، نو په ټلويزيون مې وليدل، چې حکومت لارښوونه وکړه چې هر هغه څوک چې کوم بهرني هېواد ته يې سفر کړى و، هغه دې پوليسو سره ځان راجستر کړي او بيا دې خپل ځان کرنټين کړي.

کمار سنګاکارا زياته کړه، چې حکومت په خپلو لارښوونو کې دا هم ويلي و، چې هغه درې کسان چې نږدې ورځو کې يې د بهرنيو هېوادونو سفرونه کړي و، په کورونا ويروس اخته شوي دي، خو هغوى هڅه کوله چې ځانونه له حکومت نه پټ کړي، چې دا د نورو خلکو ژوند هم له خطر سره مخ کوي.

د يادولو ده چې کورونا ويروس شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو ته رسېدلى دى او په سريلانکا کې هم په دې ويروس باندې ٨٠ کسان اخته دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …