خپلواک وېبپاڼه (۱۷ سپتمبر ۲۰۱۹): په ټولنيزو رسني کې د (مي ټو) غورځنګ تر چلېدو وروسته د هندي سينما ډېرو مشهورو ښځينه ستورو ډېرې ناويلې خبرې له رسنيو سره شريکې کړې، چې پيل يې فلمي اداکارې تنوشري دته وکړ او له هغه وروسته له فلمي ښځينه ستورو سره د زياتي او جنسي ځورونې ډېرې کيسې رامخې ته شوې.
(مي ټو) مبارزه په دې وه، چې د ځينو ښځو له لوري پيل شوې وه او هغوی د هغه سړو پر ضد پوسټونه کول، چې د کار او يا بل ځای کې ښځې په جنسي توګه ځورولې وې يا يې هم ځورولې او ښځو د هغه کسانو نومونه شريکول.
په دې لړ کې فلمي ښځينه ستورو هم خپلې کيسې له خلکو سره شريکې کړې، چې تازه يوې بلې فلمي ستورې زرين خان هم خپله کيسه ويلې ده. زرين خان د فلمونو پيل له سلمان خان سره د (وير) فلم نه کړی و، نوموړې تازه په يوه مرکه کې ويلي دي، چې يو فلمي ډايريکټر په جنسي ډول ځورولې او ناروا غوښتنه يې ترې کړې ده.
د (پنک ولا) سره په مرکه کې زرين خان د هندي سينما د کاسټنګ کاوچ (هغه کسان چې د فلمونو لپاره اداکاران او اداکارانې انتخابوي) خبرې وکړې او وې ويل چې د فلم يو ډايريکټر ترې غوښتنه کړې وه چې د يوې فلمي صحنې د تمرين دې ورسره وکړي، چې په هغه صحنه کې د ښکلولو او ناروا غوښتنه وه.
هغه وايي، چې ډايريکټر ورته وويل، چې زه له تاسره يو تمريني صحنه کوم، تر څو په دې پوه شم چې ته د فلم لپاره مناسبه يې او که نه او د صحنې د تمرين پر مهال يې غوښتنه وکړه چې هغه په شونډو ښکل کړم.
نوموړې همدا راز زياتوي، چې ما هغه منع کړ او ورته مې وويل چې نه شم کولای له تاسې په داسې يو صحنه کې تمرين وکړم.
د يادولو ده چې زرين خان په لومړي ځل له سلمان خان سره په (وير) فلم کې کار کړی و، که څه هم دغه فلم ناکامه شو، خو زرين خان په هندي سينما کې نوم پېدا کړ او له هغه وروسته يې هم ډېر کار وکړ. دا هم د يادولو ده چې زرين خان يوه پښتنه ده.