کورپاڼه / خپلواک / سلمان خان (ماشاءالله) فلم کې د نجلۍ ښکلولو له امله کار نه کوي
سلمان خان او عاليه بټ

سلمان خان (ماشاءالله) فلم کې د نجلۍ ښکلولو له امله کار نه کوي

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ سپتمبر ۲۰۱۹): سلمان خان او عاليه بټ دواړه د بنسالي په راروان فلم (ماشاءالله) کې يو ځای کار کولو او خلک هم ورته ډېر په تمه و، خو له هغه مخکې چې په دغه فلم باندې کار پيل شي، سلمان خان دغه فلم کې له کار کولو انکار وکړ.

لومړی ويل شوي و چې سلمان خان په دغه فلم کې ځکه له کار کولو انکار وکړ، چې ويلي يې و عاليه بټ ترې ډېره کشره ده او د دواړو يو ځای کار به ښه نه وي، خو تازه خبر دا راغلی دی، چې سلمان خان له دې امله فلم پريښی دی، چې عاليه بټ سره يې په فلم کې د ښکلولو يا د شونډو مچولو صحنې وې.

د هند د فلمي وېبپاڼې (کوی موی) د راپور تر مخه، په (ماشاءالله) فلم کې د سلمان خان او عاليه بټ ترمنځ ځينې صحنې داسې وې چې دواړه پکې یو بل ښکلوي يا د يو بل شونډې ښکلوي، نو سلمان خان په فلمونو کې دا ډول صحنې نه ريکارډ کوي او هغه د فلم له ډايريکټر بنسالي نه غوښتنه وکړه چې دغه صحنې دې ليرې کړي، خو بنسالي دې ته تيار نه شو، نو له همدې امله سلمان خان په فلم کې د کار کولو څخه انکار وکړ.

ويل کېږي چې د سلمان خان د فلم پرېښودو نه وروسته بنسالي له شاه رخ خان سره اړيکې نيولي دي او غواړي چې هغه په فلم کې کار وکړي. همدا راز د ريتک روشن نوم هم په رسنيو کې راځي، چې د بنسالي په دغه فلم کې به هغه کار وکړي، خو تراوسه پورې رسمي هېڅ اعلان نه دی شوی.

همدا راز په هندي رسنيو کې دا خبر هم ښکته پورته کېږي، چې بنسالي د دغه فلم جوړولو پلان پرېښی دی، خو بلخوا ويل شوي دي چې بنسالي وايي چې له سلمان خان پرته دا فلم جوړوي، ځکه ډېرې پېسې يې مصرف کړي دي.

په دې راپورونو کې رښتیا څه دي؟ او په (ماشاءالله) فلم کې به له عاليه بټ سره يو ځای څوک کار کوي؟ په دې اړه لا هم رسمي څه نه دي ويل شوي او ژر ده چې معلومات يې له رسنيو سره شريک شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …