خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د ګڼې ګوڼې مخنيوي په موخه هوټلونه او هټۍ تړل شوې دي.
د ننګرهار ولايت مقام رسنيز دفتر په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه د کورونا ناروغۍ مخنيوي او وقايې په موخه د يو شمېر ولسواليو کې ګڼې ګوڼې مخنيوي په موخه هوټلونه او هټۍ وتړل شوې.
په دغه خبرپاڼه کې زياته شوې ده، چې د دغه ولايت په ګڼ نفوسه ولسوالۍ شينوارو او لعلپورې کې ګڼ شمېر هوټلونه او هټۍ د امر ثاني پورې وتړل شوې، تر څو د ګڼې ګوڼې مخنيوى ترسره او په دې سره د کورونا ويروس د ليږد مخنيوى وشي.
همدا راز په چپرهار ولسوالۍ کې مسوولينو د خوراکي توکو کنټرول او کورونا ناروغۍ مخنيوي په موخه عامه پوهاوى هم ترسره کړى دى او په دغه ولسوالۍ کې د مال منډوي هم تر نامعلوم وخت پورې تړل شوې ده.
که څه هم په ننګرهار ولايت کې تر دې دمه پورې د کورونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په هېواد کې ٧٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې دوه کسان يې وژلي هم دي.