کورپاڼه / خپلواک / پاکستانۍ اداکاره د برقعې په تړاو تر سختو نيوکو لاندې ده
وينا ملک

پاکستانۍ اداکاره د برقعې په تړاو تر سختو نيوکو لاندې ده

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ سپتمبر ۲۰۱۹): پاکستانۍ اداکاره وینا ملک، چې نه يوازې په پاکستان کې تر ټولو لویه فحش فلمي ممثله ګڼل کېږي، بلکې هغې په يو شمېر هندي فلمونو کې کار وکړ، چې په ځينو فلمونو کې يې تر ډېره لوڅ رولونه ولوبول او همدا راز په هند کې يې په يوه مجله کې لوڅ انځورونه هم خپاره شوي و.

تازه وينا ملک په خپل ټويټر اکاونټ کې د برقعې په تړاو يو پوسټ کړی دی، چې تر هغه وروسته د خلکو د سختو نيوکو لاندې راغلې ده.

وينا ملک په خپل پوسټ کې د قرآن پاک د يو آيت ژباړه خپره کړې ده:

((اې نبي (صلي الله علېه وسلم) ورته ووايه، خپلو مېرمنو ته او خپلو لوڼو ته او د مومنانو ښځو ته چې کله هم د ضرورت پر مهال بهر ووځئ نو په څادر کې ووځئ.)) (احزاب: ۵۹)

همدا راز له دې سره وينا ملک خپل يو انځور هم خپور کړی دی، چې هغه ټوله په برقعه کې پټه ده.

په پاکستان کې د برقعې په تړاو هغه مهال بحث راپورته شو، کله چې په خېبر پښتونخوا کې د پېښور د زده کړې ادارې يوه چارواکي وويل، چې نجونه به نور تعليمي ادارو ته په برقعه کې راځي.

د وينا ملک په دغه انځور باندې ډېرو خلکو سختې نیوکې وکړې او وې ويل چې وينا ملک دوه مخونه لري. يو شمېر خلکو د هغې د پروفايل انځور هم په نښه کړ او وې ويل چې په پروفايل انځور کې خو دې پرده نشته، هغه هم بدل کړه.

يو کس د وينا ملک انځور خپور کړ او وې ليکل، چې په دې به اوس عمل څوک کوي؟ لومړی خو په خپله په دې عمل وکړه، بيا نورو ته نصيحت کوه.

همدا راز نورو خلکو هم هغه په دې تورنه کړه، چې په پاکستان کې تر ټولو زيات لوڅه اداکاره هم ته په خپله يې، بيا نورو خلکو ته څه ډول د برقعې نصيحت کوې.وينا ملک ۱

د يادولو ده چې وينا ملک په يو شمېر هندي فلمونو کې کار وکړ، خو ټول فلمونه يې ناکامه شو، په يادو فلمونو کې هغې ډېر لوڅ کردارونه ترسره کړي و، خو وروسته له هغې يې واده وکړ او اوس په فلمونو کې ډېره نه راښکاره کېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …