خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): د کورونا ويروس له امله تر ډېره پورې هېوادونه تړل شوي دي، چې په دې کې هند کې هم کرنټين اعلان شوى دى.
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نامتو کرکټر شيکر دهون په خپل ټويټر کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه لګيا دى او په کور کې کالي وينځي او تشناب پاکوي. هغه له دغه ويډيو سره په کېپشن کې ليکلي دي، چې په کور کې د يوې اونۍ تېرولو څخه وروسته ژوند دومره سخت شوى دى.
دغه ويډيو چې ډېرو خلکو خوښه کړې او له نورو سره شريکه کړې ده، پکې ښکاري چې شيکر دهون لګيا دى کالي وينځي او ښځې سره يې په لاس کې يو کوتک دى او داسې ښکاره کوي، چې ښځه پرې په زوره کالي وينځي او تشناب پرې پاکوي.
Life after one week at home.
Reality hits hard 🤪 #AeshaDhawan @BoatNirvana #boAtheadStayINsane 🤙🏻 pic.twitter.com/ZTM2IhGV3c— Shikhar Dhawan (@SDhawan25) March 24, 2020
په دغه ويډيو باندې يوه هندۍ سندره هم لګېدلې ده، چې داسې معنا يې ده، چې داسې ښځه مې په برخه رسېدلې ده چې اوس مې له سترګو اوښکې روانې دي او داسې بلا را په غاړه شوې ده، چې اوس مې ترې خلاصون نشته دى.
شيکر دهون که څه هم دغه ويډيو د کرنټين پر مهال د ټوکو په ډول جوړه کړې ده، خو ډېرو خلکو خوښه کړې ده، ان د نړۍ د کرکټ سترو لوبغاړو هم دغه ويډيو باندې تبصرې کړې دي.