کورپاڼه / خپلواک / پر کرکټ بورډ له نيوکو وروسته د فرهان يوسفزي او منير احمد ترمنځ څه ډيل وشو؟
فرهان يوسفزى او منير احمد کاکړ

پر کرکټ بورډ له نيوکو وروسته د فرهان يوسفزي او منير احمد ترمنځ څه ډيل وشو؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): کله چې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ درې اړخيزه سيالۍ په بنګله دېش کې ترسره کېدې او افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې ورته لوبډله اعلان کړه، نو هغه مهال منير احمد کاکړ د کرکټ بورډ پر ضد غږ پورته کړ.

منير احمد کاکړ له يو شمېر رسنيو سره مرکې هم وکړې او په کرکټ بورډ يې تورونه پورې کړل، چې له ځوانو لوبغاړو سره سليقوي چلند کوي او په لوبډله کې ځاى نه ورکول کېږي.

هغه وويل، چې د غوراوي کمېټه د څو کسانو په لاس کې ده او يوازې هغه لوبغاړي په ملي لوبډله کې لوبوي، چې د دوى خوښ وي يا يې هم ملګري وي. هغه وويل، په کورنيو سياليو کې د پرلپسې ځلېدو وروسته هم په لوبډله کې ځاى نه ورکول کېږي.

د کرکټ بورډ د ځينو سرچينو په وېنا، د کرکټ بورډ د اصولو له مخې، د داسې لوبغاړي پر وړاندې بايد جدي ګامونه پورته شوي واى او هغه له بندېز سره مخ شوى واى، خو د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي له منير احمد کاکړ سره ناسته وکړه او د هغه د غلي کېدو په بدل کې يې ورته يو څه ومنل.

دغه سرچينه وايي، فرهان يوسفزي د منير احمد کاکړ سره ژمنه وکړه، چې د کرکټ بورډ پر ضد دې څه نه وايي، چې په بدل کې به هغه له ملي لوبډلې په ښکته ټولو لوبډلو کې لوبول کېږي او د وخت په راتلو سره به په ملي لوبډله کې هم واخيستل شي.

دغه سرچينې وويل، همدا راز د منير احمد کاکړ ورور بيا د غوراوي کمېټې غړى وټاکل شو، چې هغه اوس هم د غوراوي کمېټې غړى دى او په دې سره يې د منير احمد کاکړ غږ ټپ کړ.

دا په داسې حال کې ده چې بايد د کرکټ بورډ اداره په خپلو اصولو کلکه پابنده وي، ځکه چې په نړيواله کچه د افغانستان استازولي کوي، خو په کرکټ بورډ کې روان جنجالونه او ستونزې دې حد ته رسېدلي دي، چې اوس هر څه د دوى ترمنځ په (څه راکړه او څه واخله) باندې روان دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …